د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف سپینې ماڼۍ ته راځي


دغو مشرانو په وروستي ځل د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وو.
دغو مشرانو په وروستي ځل د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وو.

پاکستاني او امریکايي چارواکي باور لري چې له ولسمشر باراک اوباما سره به د لومړي وزیر نواز شریف خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کړي.

دغه دواړه مشران د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې سره ګوري. واشنګټن ته د ښاغلي شریف سفر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د واشنګټن-اسلام اباد امنیتي او اقتصادي همکارۍ زیاتې شوي دي.

دغو مشرانو په وروستي ځل د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وو.

پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان هڅه دا ده چې له امریکا سره د داسې یوې دوامدارې ملګرتیا اساس ټېنګ کړي چې، یوازې د تروریزم پر ضد مبارزې او امنیتي همکاریو باندې محدوده نه وي.

په اسلام اباد کې د حکومت د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت مشر مسعود خان وايي "زما په باور له تېرو دوو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې پر سم لوري روان دي او غښتلې وې. د مشرانو ترمنځ درک او فهم ژور دی."

د افغانستان سوله او پاکستان

ټاکل شوې چې دواړه مشران به په افغانستان کې د سولې د راوستلو او اورپکو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ونډې هم خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ وویل " د بیا پخلاینې د خبرو لومړنی پړاو په پاکستان کې د ننه ترسره شو. پاکستان پوهیږي چې هغه هڅې څومره مهمې وې، موږ ډېر خوشحاله یو چې دوی د رغونو خبرو لپاره نور ګامونه هم اخیستي دي."

د ښاغلي شریف مطبوعاتي سلاکار، طارق فاطمي، واشنګټن ته تر روانېدو مخکې رسنیو ته وویل چې اسلام اباد چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بل پړاو منځګړی هم شي.

پاکستان وايي چمتو دی چې بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو منځګړی شي.
پاکستان وايي چمتو دی چې بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو منځګړی شي.

هغه وايي " که افغان حکومت فکر کوي چې د سولې روانه پروسه د دوی په ګټه نه ده او دوی کوم بل انتخاب لري ، خدای دې راولي، کولی شي چې د یو خپلواک هېواد په توګه دغه انتخاب وازمايي. پاکستان چمتو دی چې د یو ملګري ګاونډي په توګه په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مرسته او همکاري وکړي".

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د رښتوني همکارۍ په اړه شک لري او له دغه ګاونډي څخه غواړي چې له طالبانو سره د مرستو په بندولو" خپله رښتېنولي ثابته" کړي.

کابل اسلام اباد په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې په غیرمستقیم لاس لرلو تورنوي.

خو، پاکستانی کارپوه، خان په دې باور دی چې له ولسمشر اوباما سره د ښاغلي شریف ملاقات کولی شي د افغانستان د سولې په اړه هڅې له سره پیل کړي.

هغه وايي " زما په بارو دا امکان شته چې امریکا افغان حکومت وهڅوي چې د خبرو میز ته راشي. راځﺉ چې خوشباوره واوسو. د کابل اوسنی دریځ مرسته نشي کولی، لا هم امکان شته چې شکونه ختم شي او ټولې غاړې د خبرو میز ته راشي. "

ولسمشر غني واک ته له رسېدو ورسته تر هند مخکې پاکستان ته ولاړ او داسې هېلې وې چې ښايي د کابل او اسلام اباد اړېکې تر پخوا لا ښې شي او طالبان هم د سولې خبرو ته را وبلل شي.

په کابل کې یو شمېر وروستیو چاودنو او د طالبانو له لوري د افغان حکومت پر ضد د "جهاد" اعلان د کابل دریځ بدل کړ؛ افغان حکومت وايي طالبان او نورې اورپکې ډلې په پاکستان کې دي.

د پاکستان اټمي بمب او امریکا

د پاکستان اټمي زیرمې چې په نړۍ کې یو پراخېدونکې زېرمه بلل کیږي، د دواړو مشرانو د خبرو بل مهم ټکی بلل کیږي.

خو، پاکستاني چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې مشران به داسې یوه پرېکړه کوي چې له مخې به یې د پاکستان پر اټمي پروګرام محدودیتونه لګول کیږي او پاکستان به د اټمي موادو د کنټرول او سوداګرۍ په ډلې کې شامل شي، دغه ډله اوسمهال ۴۸ غړي هېوادونه لري.

د ستراتیژیکو پلانونو د برخې مشر، ظاهر حیدر کاظمي، چې د پاکستان د اټمي پروګرام اړوند مسایل څاري، وايي چې پر اټمي پروګرام به دا ډول هېڅ خبرې نه کیږي او اسلام اباد په هېڅ صورت په خپل اټمي پروګرام محدودیت نه مني.

کارپوه ظاهر حیدر کاظمي د پاکستان پر اټمي پروګرام به دا ډول هېڅ خبرې نه کیږي او اسلام اباد په هېڅ صورت په خپل اټمي پروګرام محدودیت نه مني.
کارپوه ظاهر حیدر کاظمي د پاکستان پر اټمي پروګرام به دا ډول هېڅ خبرې نه کیږي او اسلام اباد په هېڅ صورت په خپل اټمي پروګرام محدودیت نه مني.

هغه د پاکستان له لوري د " نصر " په نامه د لنډ واټن وېشتونکي هغه توغندي د جوړولو او پراخولو ننګه هم وکړه چې اټمي میزایل لېږدولی شي؛ نوموړي وویل چې دغه کار د هند پوځي تحرکاتو ته یو ډول ځواب دی.

خو امریکا اندېښمنه ده هسې نه د دا ډول وسلو جوړول او ازمایل د هند او پاکستان ترمنځ د اټمي جنګ خطر زیات کړي، دغو دواړه هېوادونه څو وارې سره نښتي هم دي او اوس یې اړیکې هم ترېنګلي دي.

امریکا د پاکستان یو لوی تجارتي ملګرې بلل کیږي چې دوه اړخیز تجارت یې په کال کې تر پنځو میلیاردو ډالرو وراوړي.

XS
SM
MD
LG