د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو ۱۵ ملیشې عسکر وژلي


A baby giraffe stands in front of its mother Gambela at an enclosure of the zoo in Dortmund, Germany.
A baby giraffe stands in front of its mother Gambela at an enclosure of the zoo in Dortmund, Germany.

پاکستاني طالبانو نن اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ د سرحدي ملېشو هغه 15 تنه غړي ېې وژلي دي کوم چې ېې د افغانستان د پولې سره نژدې تېره مېاشت د ېوې قباېلي سېمې نه تښتولي وو.

د طالبانو ېوه وېاند خبرېالانو ته ووېل چې پاکستاني ملېشې عسکر ېې په ټوپکو ووېشتل او دهغوي مړي ېې په شمالي وزېرستان کې په ېوه کنده کې وغورځول.

په سیمه کې د پاکستان محلي مامورانو ووېل چې د وژل شوو ملېشو مړي ېې مېندلي دي او د بدن د زخمونو نه ېې داسې ښکاري چې د ویشتلو نه مخکې شکنجه شوي وو.

دغه عسکر پروسږ کال د ډېسمبر په 22 نېټه طالبانو د خیبر پښتونخوا دټانک په ضلع کې دپاکستاني ځواکونو په ېوه امنېتي پوسته باندې د ناڅاپي برېد په جریان کې وتښتول .

نوموړي ملېشه عسکر د پاکستان د پوځ د فرنټېر کور یا د سرحدي ملېشو د قل اردو غړي وو چې دافغانستان د سرحد په اوږدو کې د طالبانو پر خلاف جنگېږي.

پاکستاني طالبانو ووېل چې دغه کسان ېې په سیمه کې دپاکستاني عسکرو د تعرضي عملېاتو د غچ اخېستو په خاطر ووژل.

دپاکستان د طالبانو تحریک چې څو وسله والې ډلې په کې شاملې دي په ١٣٨٦ هجري شمسی کې تشکیل شو او زېاتره په قباېلي سېموکې دپاکستان دپوځ پر خلاف جنگ کوي خو کله کله دپاکستان په نورو برخوکې هم د بمونو چاودنې او حملې سر ته رسوي.

وېل کېږي چې څو ورځې مخکې افغان طالبانو او القاعدې د پاکستاني طالبانو نه غوښتي وو چې دپاکستان په امنېتي ځواکونو باندې دې خپلې حملې بندې کړي. گومان کېږي چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر ځیني اصلا دغه غوښتنه کړې وه او غږ ېې پرې کړې وو چې دپاکستان دامنېتي ځواکونو د وژلو پرځاې دي هغوي په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو پر خلاف د جنگ په لورې توجه وکړي.

په عېن وخت کې د سره صلېب نړېواله موسسه واېې چې برېتانوې غړی ېې نامعلومو ټوپکوالاو په کوټه کې وتښتوی. د کوټې پولېسو ووېل چې دغه برېتانوې سړی دخپلو ملگرو سره په موټر کې سپور و چې ټوپکولاو د خپل موټر نه راکوز کړ او د ځان سره ېې په زور بوت.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG