د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې وسله والو پر یو بس برید کړی مرګ ژوبله یې اړولې


د پاکستان په جنوب کې وسله والو پر یوه بس موټر باندي برید کړی دی لږ تر لږه ۷ کسه یې وژلي دي. پولیس وايي چې دغه پېښه د سیند ایالت د قاضي احمد په سیمه کې پر یوې لویې لارې باندي شوې ده. په پېښه کې څو کسه ټپیان شوي هم دي.

دغه بس د کراچي نه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ د ښار پر خوا روان وو. چارواکي لا د پېښې لامل څاري.

د پاکستان د اسوشیټیډ پریس حکومتي آژانس وايي چې ولسمشر آصف علي زرداي دغه برید غندلی دی او امر یې کړی دی چې د پېښې لاملین دي عدالت ته راوړل شي.

XS
SM
MD
LG