د لاس رسي وړ اتصالات

په قصه خوانۍ کې چاودنې ۴۰ کسه وژلي دي


د پیښور ښار د قصه خوانۍ په بازاز کې چاودنه شوې لږ تر لږ ۴۰ کسه په کښي وژل شوي دي او تر ۸۰ پوري کسان په کښي ټپیان دي.


پولیس وايي چې د چاودېدونکو موادو نه ډک یو موټر د ریموټ کنټرول په وسیله الوزول شوی دی. د چاودنې سره خوا ته د پولیسو یوه تاڼه ده. د پېښور په ښار کې په تیرو څو ورځو کې دا دویمه لویه ترورستي پیښه ده چې کېږي. یوه اوونۍ وړاندې د پیښور په یوه کلیسا کې د شویو ځان مرګو حملو په نتیجه کې د اتیاو نه زیات کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یکشنبې د ورځې په چاودنه کې یوه جومات ، زیات شمیر دوکانونو او د سړک په غاړه ولاړو موټرو ته زیان رسیدلی دی. په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژل شویدي.

تراوسه پوري چا د چارسدې د برید مسولیت نه دی اخیستی. خو د پیښور په یوې کلیسا د څو ورځې مخکي حملې مسولیت د جندالله په نوم یوې ډلې قبول کړی دی.

ددې پیښې نه یوه ورځ مخکي د پیښور په چارسده کې په یوه بس موټر کې چې دولتي مامورین په کښي سپاره وو چاودنه وشوه ۱۹ کسه په کښي ووژل شول.

د پاکستان د حکومت د سولې هڅې ناکامي معلومېږي


د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د وسله والو یاغیانو سره مذاکرات وکړي خو د چارو کارپوهان وايي چې د دې حملو نه داسې بریښي چې هڅې یې ناکامې دي.

د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو یوه ویاند وویل چې د صدراعظم نواز شریف دا وینا بې ځایه ده چې دوي به وسلې په ځمکه ا یږدي او د پاکستان د اساسي قانون درناوي به کوي.

د پاکستاني طالبانو دغه ویاند وویل چې نواز شریف خپل اختیار نه لري بلکې د امریکا او د هغوي د ملګرو په وینا عمل کوي.

د یوه بل خبر له مخې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې درې یاغیان وژل شویدي. د دوو پاکستاني مامورینو په وینا دا وژل شوي کسان د پاکستان د پنجابي طالبانو غړي وو.
XS
SM
MD
LG