د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې


پولیس وايي چې یو بم چې په موټر کې ځای په ځای شوی و، د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د استوگڼې په سیمه کې د یوه کور په انگړ کې چاودلی دی ، پنځه کسه په کښي و وژل شوي. د وژل شویو کسانو له جملې نه دوې یې ښځې او دوه ماشومان دي.
دغه چاودنه د بلوچستان د ایالت مرکز کوټې کې شویده. د چاودنې له امله شاوخوا څو کوره هم ویجاړ شوي دي. د پولیسو مامور حامد شکیل ویلي دي چې په پېښه کې لس کسه نورټپیان شوي هم دي. نوموړي د وژل شوو کسانو په هکله نور معلومات ور نکړل

د کلونو راهیسي په بلوچستان کې په قومي بنیادونو بغاوت روان دی او د دې ایالت د گاز او کاڼو په اقتصادي عاید کې زیاته ونډه غواړي. پر بغاوت کونکو ډلو د نورو قومونو د خلکو او همدغه راز د امنیتي او د حکومتي مامورینو د وژلو تورلگیدلی دی.
XS
SM
MD
LG