د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ځانمرګه برید شوی


پاکستاني چارواکي وایې چې په کراچۍ کې د دولتي ملیشو د قرارگاه مخې ته د ېوې ځان وژونکې چاودنې له امله درې کسان مړه او اتلس کسان زخمي شوي دي.

د پاکستان د حکومت یوه ویاند وویل چې چاودنه د پنجاب د رینجرز ملیشو د قرارگاه د عمومي دروازې سره نژدې وشوه چیري چې یوه حمله کوونکي د بمونو نه ډک موټر د قرارگاه د دروازې سره ټکر کړ او د رینجرز ودانۍ ته یې ډیر زېات تاوان واړوی.

کراچي چې د پاکستان تر ټولو غټ ښار دی، د ډیرې مودې نه په کې د مختلفو قومونو ترمنځ شخړې او نښتی دوام لري.
XS
SM
MD
LG