د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان: ځانمرګي مو ګمارلي چې مشرف ووژني


Musharaf osudio Karzaijevu izjavu
Musharaf osudio Karzaijevu izjavu
پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړیدی، چې کله د یکشنبې په ورځ د پوځ پخوانی لوی درستیز او ولسمشر جنرال پرویز مشر پاکستان ته ورسېږي چې ددغه هېواد په راتلونکو انتخاباتو کښې برخه واخلي، هغوي به ځانمرګو او نشان زنانو ته دنده ورکړي چې هغه ووژني.

د عدنان رشید په نامه د طالبانو یوه جنګیالي په یوې ویډیو کښې چې د رویټرز خبري اژانس تر لاسه کړیده، ویلي دي چې د اسلام مجاهدینو یوه خاصه ډله برابره کړیده چې د هغوي په قول مشرف دوزخ ته ولیږي. عدنان رشید پخوا هم د ښاغلي پرویز مشرف د وژنې په پلان کښې برخه اخیستې وه.

عدنان رشید ویلي دي چې د هغوي په خاصې ډلې کښې ځانمرګي برید کوونکي، نشان زنان، د خاصې حملې ټیم، او د سوک او څپیړې د جګړې کسان شامل دي.


په امریکا باندې د 2001 میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې نه وروسته پرویز مشرف د تروریزم ضد په جګړې کښې د امریکا سره یو ځای شو او په پاکستان کښې یې هم د طالبانو پر ضد ستر پوځي عملیات پیل کړل. د ښاغلي مشرف دغو کارونو طالبان زیات په غصه کړیدي.

تمه کیږي چې ښاغلی پرویز مشرف به د یکشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ سي چې د مې د میاشتې په پارلماني انتخاباتو کښې برخه واخلي. مشرف دا څلور کاله کیږي چې پخپله خوښه په ډوبۍ او لندن کښې جلا وطنه دی.

XS
SM
MD
LG