د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ناټو پر قطار برید شوی


په پاکستان کې مامورین وایي، جګړه مارو ددغه هېواد په شمال لویدیځه برخه کې د ناټو په کاروان په برید کې، ۶ کسه وژلي دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ د افغانستان سره د سرحد په غاړه کې،
د خیبر پښتونخوا په ایالت کې جمرود نومي سیمې ته نژدې شویدی.

دغو چارواکو وویل چې لږ تر لږه پنځلس جګړه مارانو د ناټو په کاروان باندې په برید کې چې په افغانستان کې یې د ایتلاف قواوو ته تدارکات وړل، اتومات وسلې او راکټونه استعمال کړي دي. څو لاریو په دې برید کی اور اخستی دی.

په وژل شویو کسانو کې د لاریو موټروانان او کلینران شامل دي.

جگړه ماران معمولا د پاکستان په نیمه خودمختارې قبایلي علاقې کې بریدونه کوي.
پاکستان وايي په افغانستان کې د ناټو قواوو ته تداراکات، د عربو د بحیرې نه د کراچۍ د بندر له لارې وړل کیږي.
XS
SM
MD
LG