د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو یو جګپوړی جنرال وژلی دی


Archive
Archive
پاکستاني طالبانو د حکومت سره د خبرو دپاره مخکیني شرایط معین کړي دي. دخبرو آوازې په داسي حال کې خپرېږي چې په دغه هېواد کې د تشدد په یوې نوې پېښه کې د پوځ یو لوړ پوړی جنرال او دو تنه نور سرتیري د بم په یوې چاودونه کې وژل شوي دي.

چاودنه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې د تورنجنرال ثناالله خان موټر د بر دیر په سیمه کې چې د افغانستان سره په سرحد کې موقعیت لري، د تیرېدو په حال کې و او پر بم وربرابر شو. حنرال ثناالله سیمې ته د پوځ د یوې پوستې د معاینې دپاره تللی و.


پاکستاني طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی . د یوه بل خبر له مخې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پوځ پر بل موټر باندې د سړک غاړې بم انفجار کړی، یو سرتیری یې وژلی دی او لږ تر لږه ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه بریدونه څو ورځې وروسته له هغه نه کېږي چې د پاکستان د حکومت په دننه کې د څو اونیوو راهیسې پر دې باندې مزاکرات روان دي چې آیا د پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې وشي او که نه. تیره اونۍ ددغه هېواد سترو سیاسي ګوندونو د لومړي وزیر نواز شریف د هغې غوښتنې ملاتړ وکړ چې وايي د پاکستاني طالبانو سره باید مذاکرات وشي.

د یکشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د حکومت د پریکړې څخه هرکلی وکړ خو د حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوي بندیان دي باید آزاد کړي او د قبایلي سیمه څخه دي پوځ ووځي. د طالبانو د مشرتابه د شورا ویاند شاهد الله شاهد وایي دا غوښتني یې د دواړو خواو تر منځ د اعتماد د ټینګولو لپاره کړي دي.


د چارو کارپوهان د خبرو په برخه کې شک څرګندوي او وايي چې پخوا د پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شوي دي او خبرو دغې ډلې ته فرصت ورکړی دی چې د تازه بریدونو لپاره ځانونو منظم کړي.

پاکستان وايي چې د طالبانو او نورو یاغي ډلو په بریدونو کې د ۴۰ زرو څخه زیات خلک وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG