د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پنځه پولیسان وژل شویدي


پاکستان کې پنځه پولیسان وژل شویدي
پاکستان کې پنځه پولیسان وژل شویدي

د پاکستان پولیس وایي چي یاغیانو په شمال لویدیځ کی ددوی په یوه سټیشن باندي حمله کړې، لږترلږه پنځه پولیسان یې وژلي دي.

د محلي پولیسو چارواکو وویل چي یاغیانو چي توپک او لاسي بمونه ورسره وو، د ( کلا چي ) په واړه ښار کي د پولیسو په سټیشن باندي حمله وکړه. چارواکو وویل چي دا حمله نن تر ناوخته پوري روانه وه او امنیتي قواوي د حملې صحنې ته را وبلل شوې.

کلاچي جنوبي وزیرستان ته نژدې واقع دی چي د پاکستاني طالبانو کلک مورچل بلل شوی دی او هغه سیمه ده چي هلته د پاکستان اردو په یاغیانو باندي حملې کوي.

XS
SM
MD
LG