د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټې کې عمومي مظاهرې شویدي


د پاکستان د کوټې په ښار کي نن د شنبې په ورځ وروسته له هغه عمومي مظا هره وشوه چی د جمعې په ورځ د یوه ځان مرګه بم چونکي په حمله کي چی په شیعه ګانو باندي یې وکړه، ٥٧ کسه ووژل شول.

په دې چاودنه کي چی یوې غونډي ته چی د فلسطینیانو سره د پیوستون د پاره جوړه شوې وه وشوه، څه دپاسه ١٦٠ کسه زخمي شوي هم دي.

پاکستاني طالبانو وویل چی په کوټه کي دغه حمله او همدا راز د چهارشنبې په ورځ په لاهور کي د بمونو درې چاودني چی د شیعه ګانو یوې غونډې ته وشوې او ٣٥ کسه یې ووژل، دوی کړي دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د جمعې په ورځ وویل چی دغه مرګانۍ حملې دا ثابتوي چی هغوي چی په دې حملو کي لاس لري هیڅ کوم دین ته عقیده نه لري.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم دا حملې چی په شیعه مسلمانانو باندي شوي وغندلې او هغه یې د منلو وړ ونه بللې.

شیعه ګان په پاکستان کي چی اکثریت یې سنیان دي ٢٠ فیصده تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG