د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان غواړي پریانکا چوپړا د یونیسف د ښه نیت سفیره نه وي


د پاکستان حکومت د یونسیف د ښه نیت د سفیرې په توگه د هند د سینما د مشهورې څیرې پریانکا چوپړا د لرې کولو غوښتنه کړې ده. پاکستان وایي "د جگړې نه د هغې ملاتړ" او د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د هند د دولت کړنو د یونسیف د ښه نیت د سفیرې په توگه د هغې مقام د "خندا وړ" گرځولی دی.​

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د چهارشنبې په ورځ د یونیسف د اجرایي رئیسې هنریتافور څخه په یو لیک کې غوښتي چې میرمن چوپړا دې سمدستي له دې موقف نه گوښه کړي.

میرمن چوپړا په "جینگویسم" یا افراطي ملتپالنې، له "جگړې نه په ملاتړ" او د کشمیر په کړکیچ کې د هند نه په پلوۍ تورنه شوې ده. هند او پاکستان د کشمیر په سر سخت اختلاف لري او دواړه د ټول کشمیر د ملکیت ادعا کوي.

پریانکا چوپړا د بالیووډ سینما لوبغاړې او د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه د امریکایي سندرغاړي نیک جوناس میرمن ده. هغه د ۲۰۱۶ کال راهیسې د یونیسف د ښه نیت سفیره ده.

د روانې میاشتې په پیل کې پریانکا چوپړا په لاس انجلس کې د ښکلا د یو کنوانسیون په څنډه کې په یو سیاسي بحث کې ښکیل شوه.

ماجرا له هغه ځایه پیل شوه چې یوه ځوانه امریکایي پاکستانۍ نجلۍ عایشه ملک، پدغه غونډه کې چې پرینکا چوپړا په کې گډون کړی و، مکروفون ته ودریده او هغې ته یې د منافقې او ریاکارې خطاب وکړ.

پریانکا چوپړا څو میاشتې مخکې د کشمیر د لانجې پر سر د هند او پاکستان د کړکیچ په اوج کې په خپل ټویټر ولیکل چې "ژوندی دې وي هند" او په دغه لیکنه کې یې د هند د پوځي ځواکونو د هشتگ نه یې استفاده وکړه.

پاکستاني الاصله امریکایی عایشه ملک، میرمن چوپړا چې د ملگرو ملتونو د سولې سفیره هم ده "منافقه" وگڼله او هغه یې پدې تورنه کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ جگړې ته لمن وهي.

هغې وویل: "مشکله ده چې واورم تاسې د انسانیت په هکله خبرې کوئ، ځکه ستاسې د یوې گاونډۍ په توگه او د یوې پاکستانۍ په توگه پوهیږم چې یو څه منافقه یې".

دغې نجلۍ پرانکا چوپړا ته په خطاب کې د خپلو خبرو ویدیو په ټویټر خپره کړې ده.

عایشه د خپلو خبرو په یوې بلې برخه کې وایي "تاسې د ملگرو ملتونو د سولې سفیره یاست او [ددې سره سره] د پاکستان پر ضد اټومي جگړه هڅوئ. پدې [جگړه کې] گټونکی نشته".

پریانکا چوپرا، دغه تورونه رد کړل او وویل چې د سولې د سفیرې په توگه د جگړې ملاتړ نه کوي خو یوه هیوادپاله ده. هغې وویل "زه په حقیقت کې د جگړې پلوي نه یم، خو هیوادپاله یم او معذرت غواړم که د یو شمیر خلکو احساساتو ته مې زیان رسولی وي."

چوپړا عایشې ته خطاب کې وویل "نجلۍ چغې مه وهه! مونږ ټول دلته د مینې لپاره یو. چغې مه وهه. ځان مه بې غزته کوه. مونږ ټول باید منځمهاله حد غوره کړو. خو ستا له شوق، پوښتنې او د نظر له څرگندولو مندوی یم."

عایشې په ټویټر کې د چوپړا دغه غبرگون هم "غولونکی" گڼلی دی.

XS
SM
MD
LG