د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم او سپین بولدک لارې سبا د سوداګرۍ لپاره پرانیستل کیږي


افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک - چمن او هم د غلام خان بندر له لارې په رسمي ډول سوداګري کیږي
افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک - چمن او هم د غلام خان بندر له لارې په رسمي ډول سوداګري کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت په غوښتنه د سپین بولدک او چمن او تورخم بندرونه د سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره په اونۍ کې د دریو ورځو لپاره پرانیځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن عایشه فاروفي د چهارشنبې په ورځ د وري په شلمه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا بندورنه به د جمعې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو سر د سبا د اپریل د لسمې ورځې څخه پرانیستل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي د پاکستان د حکومت د دې پریکړې هرکلی کړی دی.

سفیر مشعل د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي" مونږ د دې اقدام هرکلی کوو، په داسې حال کې، چې زمونږ سیمه او ټوله نړۍ د کرونا د ویروس د وبا سره مخ ده، دا ډول ملګرتوب زمونږ ګډو هڅو بریالیتوب او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو لرلو سره مرسته کوي".

پاکستان د تیرې میلادي میاشتې مارچ په دوهمه د کورنا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله د چمن – سپین بولدک بندر او بیا د مارچ میاشتې په پنځلسمه د همدې اندیښنو له امله د تورخم بندر هم په موقتي توګه وتړل.

د دغو بندرونو د تړلو له امله په پاکستان کې د افغان سوداګرو مالونه هم بند پاتې شوي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د دغو مالونو ارزښت د دوه نیمو ملیاردو ډالرو پورې اټکل کړ.

ښاغلي الکوزي وویل، چې افغان سوداګر هره ورځ د دغو مالونو د دریدلو له امله د پاکستان ګمرک ته دوه میلیونه ډالره ډیمرج په توګه ورکوي.

پاکستان حکومت د دې اونۍ په سر کې د چمن- سپین بولدک او تورخم بندر د هغو افغانانو لپاره هم د څلورو ورځو لپاره پرانیست، چې په دغه هیواد کې ایسار پاتې شوي وو.

د رپوټونو له مخې په تیرو دریو ورځو کې د چمن او سپین بولدک او تورخم بندر له لارې په زرګونو افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG