د لاس رسي وړ اتصالات

د دونالد ټرمپ بري پاکستانیان اندیښمن کړي


دونالد ټرمپ د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه.
دونالد ټرمپ د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه.

کارپوهان وایي د متحده ایالاتو نوی منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ به ښایي چې د امریکا پالیسي داسې جوړه کړي چې ډیره ګټه یې هند ته ورسیږي.

امریکا پاکستان پدې ملامتوي چې پخپلې خاورې کې اسلامي سخت دریزه وسله والو ډلو ته ځای ورکړی خو پاکستان بیا دا تورونه نه مني. د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې وروسته له هغې پسې خرابې شوې کله چې د امریکا د خاصو عملیاتو ځواکونو د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد اختر منصور وواژه.

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو کارپوه حسن عسکر رضوي وایي چې امریکا به ښایي په بشپړه توګه پاکستان ته شا نکړي خو زیاتوي چې”پدې کې هیڅ شک نشته چې د هیلري کلنټن په پرتله به ډانلډ ټرمپ د پاکستان په هکله جدي دریز ولري. “

د متحده ایالاتو نوي منتخت جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر دې دمه د جنوبي آسیا د هیوادونو لپاره خپله بهرنۍ تګلاره نده په ډاګه کړې خو البته څه موده وړاندې یې ویلي دیته چمتو دی چې د کشمیر د جنجالي سیمې په هکله د پاکستان او هند تر منځ منځګړتوب وکړي.

خو ښاغلی عسکري بیا وایي چې”ټرمپ به د پاکستان په پرتله د هند سره ډیره نرمه رویه ولري. “

دونالد ټرمپ پخپلو انتخاباتو کې ویلي و چې غواړي په افغانستان کې تقریباً لس زره امریکایي عسکر وساتي. ټرمپ ویلي و دا کار پدې خاطر کوي چې افغانستان د پاکستان ګاونډی دی او پاکستان اتومي وسلې لري.

په پاکستان کې امریکایي دیپلوماتانو ډاډ ورکړی چې د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په راتګ سره به د پاکستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې کوم غټ او مهم بدلون رانشي.

په کراچۍ کې د امریکا د قونصلې ګریس شیلټن ویلي دي چې " زمونږ بهرنۍ پالیسي د حکومتو په بدلیدو سره نه بدلیږي."

XS
SM
MD
LG