د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټاکنو په ورځ له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړي


د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت لپاره به خپلې ټولې پولې له افغانستان سره وتړي او د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ به تګ راتګ د لنډې مودې لپاره بند وي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸ – میزان ۶) نیټه په داسې حال کې تر سره شي چې امنیتي ګواښونه د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ګڼل کیږي.

طالبانو اخطار ورکړی چې د رای اچوونې په مرکزونو باندې به بریدونه وکړي.

څو ورځې وړاندې، ولسمشر اشرف غني د پاکستان صدر اعظم، عمران خان سره په خبرو کې له هغه غوښتی و چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو امنیت ساتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان د دولت په اعلامیې کې راغلې چې د ټاکنو د امنیت ساتلو په موخه به د جمعې او شبنې په روځو به د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې پولې تړلې وي.

اعلامیه زیاتوي چې ټولې دروازې به یواځې ناروغانو پر مخ خلاصې وي.

افغانستان له پاکستان سره اوږده پوله لري چې دواړو خواوې له ناامنیو څخه سر ټکوي او چارواکي بیا له دغې پولې څخه د تروریستانو د اوړیدو په برخه کې یو بل په بې پروایۍ تورنوي.

پاکستان په تیرو څو کلونو کې د دواړو هیوادونو پر پوله د امنیت تامینولو لپاره د اغزن تار غځولو چارې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG