د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې مظاهره کوونکي وایي د ملي ګټو خلاف فعالیتونه دې بند شي


دغه لاريون چې د جمعې له لمانځه وروسته په ګردېز ښار کې وشو، سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و. دوی د افغان حکومت سياسي مخالفان وغندل او د هغوی پرضد يې شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل چې ځينې سياسيون د خپلو شخصي ګټو په خاطر د افغان حکومت د تخريب او د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې کوي. دوی دا کار د ملي ګټو سره په ټکر کې عمل وباله.

دوه تنه لاريون کوونکي په دې هکله داسې وايي: ”ټول افغان ولس هوښيار شوی دی، افغانان پر دغو خلکو باور نه لري. پکتيا، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ټول يو افغان ولس دی او په يوه غږ وايو چې غله، خاينين، مفسدين او هغه وکيلان او واليان چې د غلو په جامه کې دي، هيڅکله يې ونه منو‟.

د ګردېز نننی لاريون په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستيو ورځو کې د ملي شورا لسګونه غړي او يو شمېر نور کسان په کندهار کې د يوې سترې غونډې پر بندوبست لګيا دي.

که څه هم ددې غونډې تنظيموونکي وايي چې د حکومت خلاف کوم پلان نه لري، خو د رسنيو او ټولنيزو شبکو تبصرې بيا دا دي، چې ظاهراً د يادې غونډې هدف د افغان حکومت نسکورول دي.

په همدې ترڅ کې د پکتيا د ګردېز ښار د ننني لاريون ګډونوالو له مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د هغو سياسي کړيو د فعاليت مخه ونيسي، چې د ملي ګټو خلاف حرکات ترسره کوي.

دوو نورو لاريونو کوونکو وويل: ”ولسمشر ته د پکتياوالو دا پيغام دی، چې ستا ترڅنګ لويه پکتيا ولاړه ده. هغه څوک چې په تذکره کې د افغانيت او اسلاميت کلمې نشي زغملای، هغوی څنګه کولای شي چې د افغانستان سرنوشت وټاکي‟.

تېره ورځ په خوست کې هم زرګونو خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې د کندهار د کېدونکې غونډې ترڅنګ د يو شمېر نورو هغو ائتلافونو سره مخالفت څرګند کړ، چې د ملي يووالي حکومت پرضد جوړېږي.

په دې وروستيو کې ظاهراً پر افغان حکومت له دې کبله د ځينو سياسيونو فشارونه زيات شوي، چې ګني د حکومت د انحصار له وجهې افغانستان د امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو له امله له بحران سره مخ شوی.

XS
SM
MD
LG