د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا ګرده څیړۍ کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوړیدو ادعا شوې


په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو تلفات زیات شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو تلفات زیات شوي دي.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې دوی ته د رسيدلو معلوماتو له مخې د دغه ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په نتيجه کې ۱۰ ملکيان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپيانشوي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه هوايي بريد پرون مازديګر (تلې ۱۴ مه)د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د سوري خېلو په سيمه کې د پلټونکو نظامي عملياتو پرمهال شوی دی.

هغه زياته کړه، چې افغان ځانګړو ځواکونو په ياده سيمه کې تصفيوي عمليات پيل کړي وو، چې وسله والو طالبانو پرې بريد کړی او بيا افغان ځواکونو د هوايي ځواک مرسته غوښتې ده.

ښاغلي مندوزي وویل”موږ په سيمه کې د امنيه قوماندانۍ خپل پرسونل نه لرو، خو د سيمې خلکو موږ ته ويلي چې په دغه هوايي بريد کې ۱۰ ملکيان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپيان دي‟.

قوماندان رازمحمد مندوزي دغه راز وويل، چې د طالبانو په بريد کې د ځانګړو ځواکونو ۴ سرتېري ټپيان هم شوي او يو رېنجر موټر يې سوځيدلی دی.

په ورته وخت کې د پکتيا يوې بلې دولتي سرچينې د نوم ښودو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې له يادې پېښې څخه ۱۳ ټپيان په ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون وړل شوي،چې د یو تن روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره کابل ته لېږل شوی دی.

په همدې حال کې د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل هم د يو شمېر ماشومانو په ګډون د ځينو ملکيانو ټپي کېدل تائید کړي، خو وايي داسې ښکاري چې په هوايي بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولي پيغام کې پرته له ډېرو جزئياتو ويلي چې تر هوايي بريد مخکې يې د ځانګړو ځواکونو ۳ رېنجر موټر تخريب کړي، ۱۰ سرتېري يې وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG