د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا: د ناټو پر اډه په برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي


پکتیکا: د ناټو پر اډه په برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي
پکتیکا: د ناټو پر اډه په برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي

د پکتیکا سیمه اییز چارواکي وایي افغان او ناټو ځواکونو لږ تر لږه پنځوس طالب جنګیالي چې

د پاکستان سره په سرحدي سیمه کې یې د ناټو پر یوې پوځي اډې برید وکړ، د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

ناټو تر اوسه پورې د وژل شویو بریدکونکو شمیر ندی په ډاګه کړی.

تر دې مخکې یوه افغان پوځي په روزګان کې پر استرالیايي ځواکونو ډزې وکړې او درې تنه استرالیایان او دوه افغان پوځیان یې ژوبل کړل. ددې پی‍ښې په ځواب کې په روزګان کې د استرالیايي ځواکونو په اډه کې ټول افغان ځواکونه بې وسلې کړای شول.

دا په داسې حال کې ده چې دوولس ورځې مخکې هم یوه افغان سرتیري درې استرالیايي پوځیان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG