د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمانان بیرته الاقصي جومات ته وګرځېدل


مسلمانان د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د ماسپښین لمونځ ادا کړ.

پس له هغې چې د اسرائیلو امنیتي مامورینو د جومات له دروازو نه امنیتي سکنرونه لیرې کړل، دیني عالمانو او رهبرانو له ټولو عبادت کوونکو څخه وغوښتل چې جومات ته بیرته وروګرځي.

د فلسطینیانو له خوا د دوو اسرائیلي پولیسو له وژل کېدو وروسته، د اسرائیلو حکومت د الاقصي په جومات کې امنیتي دروازې ولګولې خو بیا یې د تشدد د مخنیوي په خاطر دروازې لیرې کړي.

د خپلو مشرانو او عالمانو له غوښتنې وروسته، ګڼو فلسطینانو سړکونو ته راووتل او خوشحالي یې وکړه.

د بیت المقدس یو اوسیدونکی، ابراهیم ابو حضوان وایې چې: "مونږ د اسلامي واعظینو خبرې تعقیبوو، هغوی زمونږ مسولیت لري. که چېرې جومات ته د ننوتلو لپاره یوه پریکړه کوي، مونږ یې منو او ستونزه نلرو."

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس الاقصی جومات ته د مسلمانانو د بیرته ورتګ څخه ملاتړ کړی دی.

"مونږ هیله لرو چې د ماسپیښین لمونځ به انشالله د الاقصی جومات کې دننه ترسره شي."

د فلسطینیانو مشرتابه د اسراییلو د نویو اقداماتو په سر له هغه هېواد سره امنیتي همکاري ځنډولې ده. ښاغلي عباس ویلي چې تراوسه یې د دې همکاریو پر بیا پیلولو پریکړه نه دې کړې.

"هرڅه ندي حل شوي. کله چې مونږ له اسراییلو سره امینتي همکارۍ ودرولې مونږ وویل چې لومړنۍ مسله د الاقصی جومات دی خو دلته نورې مسلې هم شته چې باید ورباندې خبرې وشي بیا به مونږ پریکړه وکړو."

XS
SM
MD
LG