د لاس رسي وړ اتصالات

ننسي پلوسي آسیاي هیوادونو ته ځي خو تایوان ته تګ یې لا هم ندی معلوم


ټاکل شوې د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي دوشنبه اګست ۱ (زمري۱۰) آسیایي هیوادونو ته پداسې حال کې په رسمي سفر ولاړه شي چې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ سیاسي جنجال پراخ شوی.

سره لدې چې پخپله میرمن پلوسي او نه هم کوم امریکایي چارواکي تر اوسه نده تائید کړې چې آیا پدې سفر کې به تایوان ته تګ هم شامل وي که نه خو دا چې په راپورونو کې ویل شوي د استازو د مجلس مشره به ښایي دې ټاپو ته ولاړه شي نه یوازې د چین لخوا د جدي خبرداري سبب شوی بلکې سپینه ماڼۍ یې هم پداسې حال کې وارخطا کړې چې جمهور رئیس جو بایډن کوښښ کوي د چین سره جنجال کم کاندي.

چین تایوان خپله خاوره بولي او وایي که اړتیا وي یوه ورځ به دا سیمه په زور هم ونیسي او دې ټاپو ته د میرمن پلوسي سفر به د چین لخوا د پارونې کړنه وبلل شي.

د ننسي پلوسي دفتر آسایي هیوادونو ته د دې رسمي سفر هدف په دوه اړخیز امنیتي او اقتصادي همکارۍ او په هند – آرام سمندر سیمه کې په دیموکراتیکې حکومتولۍ تمرکز بلل شوی.

په اعلامیې کې تایوان ته د میرمن پلوسي د سفر یادونه نده شوې خو دومره پکې ویل شوي چې امریکایي پلاوی به د جګپوړو چارواکو سره غونډې وکړي چې څنګه "زمونږ ګډ ارزښتونه او ګټې پر مخ ولاړې شي".

ټاکل شوې چې میرمن پلوسي به پدې سفر کې لومړی سنګاپور ته ولاړه شي او د هغه هیواد د صدراعظم او جمهور رئیس سره به وګوري.
د سنګاپور تر څنګ به هغه مالیزیا، جنوبي کوریا او جاپان ته هم ولاړه شي.

د میرمن پلوسي سره پدې سفر کې د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر ګریګوري میکس او د وسله والو خدماتو او استخباراتو د کمیټو غړي شامل دي.

واشنګټن په تایوان د چین ادعا مني خو په عین حال کې د دې ټاپو د دیموکراتیک حکومت ملاتړ هم کوي

امریکایي چارواکي وخت ناوخته تایوان سره د ملاتړ ښودلو په خاطر دې هیواد ته سفرونه کوي خو که چیرته میرمن پلوسي هلته ولاړه شي دا به په معاصر تاریخ کې لومړی ځل وي چې د دومره لوړې کچې امریکایۍ چارواکې هلته سفر کوي.

میرمن پلوسي د استازو د مجلس مشرې په توګه د دې هیواد یوه تر ټولو ځواکمنه سیاستواله ده چې د واک په لحاظ د جمهور رئیس او د جمهور رئیس د مرستیال څخه وروسته د هیواد د چارو د سمبالښت اخیستی شي.
د متحده ایالاتو د استازو مجلس وروستنی مشر نیوت ګنګرچ و چې په ۱۹۹۷ کال کې تایوان ته تللی و.
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپل چینایي سیال سره تیره اوونۍ په ټیلیفون کې خبرې وکړلې او د خبرو مهمه موضوعه یې هم د تایوان پر سر د دواړو هیوادونو اختلافات و.

د چین رسمي اژنس سینهوا وايي چې د چین ولسمشر د تایوان په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ او وې ویل: «هغوی چې له اور سره لوبېږي، یوه ورځ به سوځي. هیله لرم چې امریکایي لوری دا مسئله کامله درک کړي

خو سپینه ماڼۍ وايي دواړو خواو په دې اړه صادقانه بحثونه وکړل او ښاغلي بایډن یو ځل بیا واضحه کړه چې هېواد یې د چین له «واحدې تګلارې» سره موافق دی.

نوموړي خپل چینايي سیال ته ویلي دي چې د امریکا تګلاره بدله شوې نه ده او هېواد یې د تایوان په تنګي کې د وضعیت د تغیر او سولې د کمزورې کولو د یوې اړخیزې هڅې مخالف دی.


XS
SM
MD
LG