په داسي حال کې چې په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه افغان حکومت او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د طالبانو سره د سولې خبري پیل کړي نن د قندهار ولاېت دپنجوايې ولسوال فضل الدین اغا چې دخپلو دوو ځامنو سره په موټر کې روان ؤ، ېوه ځان وژنکي برېد پرې وکړ او د بمونو ډک موټر ېې د ولسوال د موټر سره ټکرکړ.دقندهار ولاېتي چاوراکي واېې چې فضل الدېن آغا او ځامن ېې ځاې پر ځاې ووژل شول او نهه تنه پولیسان چې دهغه سره ملگري وو ټپيان شول.
. د ولسوال دوه تنه محافظېن هم وژل شوي دي. سمدستي لا هیچا ددغې حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلې.
د روانې مېاشتې په پیل کې طالبانو اعلان کړې ؤ چې د قطر په پاېتخت دوحه کې ېې د خپل ېوه دفتر دپرانېستلو لپاره لومړنۍ موافقه حاصله کړې ده. امرېکاېې ماموران واېې وېل کېږي چې په قطر کې به د طالبانو د دفتر پرانېستل د سولې د خبرو په پرمختگ کې مرسته وکړي.
طالبانو د سولې د مذاکراتو په اړه خپله بیانیه په داسي حال کې خپره کړې چې تشدد دوام لري.