د لاس رسي وړ اتصالات

په نویو اسنادو کې دامریکا دتجارت وزیر او ملکه الیزابېت هم بهرنۍ پانگونې لري


د امریکا دتجارت وزیر ویلبر راس دامریکا د تجارت په وزارت کې یوخبری کنفرانس ته وینا کوي. واشنگټن د مارچ لسمه ٢٠١٧ کال.
د امریکا دتجارت وزیر ویلبر راس دامریکا د تجارت په وزارت کې یوخبری کنفرانس ته وینا کوي. واشنگټن د مارچ لسمه ٢٠١٧ کال.

د ا مریکا د سیاستوالو نه نیولې د برتانیی ترشاهي کورنۍ پورې او په نړۍ واله کچه د یوشیمر سترو بډایانو، لويو سوداګرانو او د سترو سیاستوالو د شتمنیو په اړه حیرانوونکي معلومات خپاره شوي دي

د پراډایز پیپرز په نامه په تازه خپرو شویو اسنادو کې، د امریکا، برېټانیې او هند په شمول په یو سلو اتیا هېوادونو کې د پټو شتمنیو اسناد خپاره شویدي.

پراډایز پېپرز
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

"د پراډایز پېپرز یا د جنت ورقې" نومی اسنادو کې د نړۍ د سترو سیاستوالو او قدرتمنو واکدارانو په لېست کې د برتانېې د ملکی الیزابیت نوم تر ټولو مشهوردی. پردې سر بیره د متحدو ایالاتو د تجارت او سوداگرۍ برحال وزیر ملیاردر ویلبر راس نو م هم پکې شامل دی. د بډایانو د دغه مجازي جنت په لیست کې تقریبا د نړۍ ټول نامتو بډایان او سیاستوال شامل دي.

د امریکا رسنۍ وايي چې ویلبر راس د سمندري بیړیو په یوې کمپنۍ کې چې د روسیې د ویلادي میر پوټین له نژدې کړۍ سره اړیکی لري پانگه لگولې ده. خو د تجارت وزارت وايي چې ښاغلی راس د کمپنی په پریکړو کې له نورو روسي ونډه لرونکيو سره دخالت نلري.

د نهه اویا کلن ملیاردر ویلبر راس سرمایه د دوو ملیاردو او لس ملیونو ډالرو په شاو خواکې حسابل شوېده. خو ښاغلي راس له روسانو سره خپلې تجارتی اړیکی هغه وخت څرگندې نکړلې چی دامریکا په سنا کې د سوداگرۍ دوزارت لپاره دده په تائید بحث کېده.دغه اړیکی اوس د " جنت ورقې " په نامهاسنادو کې راڅرگندې شولې.

په عین حآل کې د برتانیی د گارډین ورځپاڼه لیکي چی ملکې الیزابیت د کېمن ټاپوگانو په ېوې کمپنۍ کې خپل څوملیونه پونډه شخصي پانگونه کړیده. دا له ملک نه بهر دملکې الیزابېت هغه پانگونه ده چېتردې مخکې نه وه افشا شوې.

د رویټرز خبر ي اژانس تراوسه پورې ونکړی شول چی دغه رپوټ په مستقله توگه تایید کړی.

دغه نوي اسناد چی د یکشنبی په ورځ افشا شول داڅرگندوي چی د برتانیی ملکی خپله شخصي شتمنی له ملک نه بهر ددی لپاره په گټه اچولې ده چې د مالیې ورکولو نه ځان وژغوري.

دغه اسنا د چې د خبریالانو یوې نړۍ والې ټولنې موندلي دي څرگندوي چې دملکې د شخصې پانگې یو مدیر لس ملیونه پونډونه چې ١٣ ملیونه امریکا ډالر کېږي د برمیودا په کیمن ټاپو گانو کې په گټه اچولي دي. دغه پانگونه د ٢٠۴ او ٢٠٠٥ کلونو تر منځ شوېده. د ډچي اف لانکسټر نومې کمپنۍ چی د ملکې شخصي پانگه اداره کوي داخبره تایید کړېده چې د هغې یوه برخه پانگونه له ملک نه بهر شویده.

ددغی کمپنۍ یوه خپره شوې بیانیه وايې چې" موږ د یوشمیر پانگونو چارې پرمخ بیایو او یوڅو پانگونې په بهرکې شوېدي، خو دا ټولې پانگونې قانوني دي او قانوني توب ېېپه بشپړه توگه څارل شوېدی.

ددې امکان شته دی چې د مالیې د ورکولونه دځان ژغورنې لپاره په بهر کې پانگونه دهغو خلکو له خوانه دانتقاد سبب شي چې وايي پاچهي نظام دې نور پایته ورسیږي.

رپوټ داهم وايي چې ملکه دهغې گټی مالیه ورکوي چی د ډچي اف لانکسټر کمپنۍ له خوانه اداره کېږي.

په دې کې دهغې غېرمنقول جایداد، قیمت بها هنري اثار او گران بیه گآڼې او زیورات شامل دي.

د جرمنی یوې ورځپاڼې ١٣ اعشاریه څلورملیونه هغه اسناد خپاره کړي دي چې د نړۍ د سترو بډایانو، سوداگرانو ا و سیاستوالو بانکي حسابونه او پانگونې څرگندوي.

د ملکی الیزابیت او د امریکا د تجارت د وزیر د پانگونی په اړه ا سناد په همدې لړ کې پېدا شویدي.

دا اسناد د جرمنی یوې ورځپاڼې او د نړۍ والو خبریالانو ټولنی پېدا کړي دي. د خبریالانو په نړۍ واله ټولنه کې د ٦٧ هېوادونو ٣٨٠ تنه خبریالان شامل دي.

په نړۍ واله کچه بډایان او سترې تجارتی ادارې ددې لپاره په بهرکې پانگونې کوي چی د ملیاردو ډالرو مالیې له ورکولو نه ځانونه وژغوري.

XS
SM
MD
LG