د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د باور د رايې د اخیستلو بهیر پیل شو


ټاکل شوې د دې اونې په اوږدو کې به د ولسي جرګې غړي دولس نوماند وزیرانو ته د باور د رایې لپاره خپله رایه وکاروي.
ټاکل شوې د دې اونې په اوږدو کې به د ولسي جرګې غړي دولس نوماند وزیرانو ته د باور د رایې لپاره خپله رایه وکاروي.

نن د شنبې په ورځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا ولسي جرګې ته د ۱۲ ورپیژندل شوو نوماند وزیرانو څخه پنځه یې دغې جرګې ته د خپلو پروګرانو او پلانونو په باب څرګندونې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس احمد برمک، د کارټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د چارو نوماند وزیر فیض الله ذکي، د کانونو او پټرولیم وزارت ته نوماند وزیره میرمن نرګس نهان او د ټرانسپورټ وزارت ته نوماند وزیر حمید طهماسي، د ولسي جرګې غړو ته خپل پروګرامونه او پلانونه تشریح کړل او د غونډې په پای کې یې د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لیندۍ په څلورمه د نږدې یو کال ځنډ وروسته خپل دولس نوماند وزیران وروپیژندل.

جنرال طارق شاه بهرامي د دفاع وزارت ته، ویس برمک د کورنیو چارو وزارت ته، محمد شفیق ګل آغا شیرزی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته، یما یاري د فواید عامې وزارت ته، نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت ته، فیض الله ذکي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته، حمید طهماسي د ترانسپورټ وزارت ته، شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته، نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو وزارت ته، مصطفی مستور د اقتصاد وزارت ته، نصیراحمد درانی د کرهڼې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت ته او مجیب الرحمان کریمي د کلو د پراختیا وزارت ته نوماند شوي دي.

ټاکل شوې چې د یکشنبې اود دوشنبې په ورځو به هم یو شمیر وزیران ولسي جرګې ته د خپلو پروګرامونو د تشریح لپاره ورشي او د دغه بهیر په پای کې به وکیلان نوماند وزیرانو ته خپله رایه وکاروي.

په دغو دولس نوماند وزیرانو کې د بهرنیو چارو، پوهنې او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو لپاره نوماند وزیران شامل نه دي.

د ولسي جرګې یو شمیرغړي افغان حکومت څخه غواړي چې دغې جرګې ته دریو پاتې وزارتونو ته نوماند وزیران وروپیژني.

خو ارګ وایي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پر ځای بل څوک ولسي جرګې ته نه ورپیژني او دا ځکه چې ارګ هغه برحاله وزیر ګڼي.

XS
SM
MD
LG