د لاس رسي وړ اتصالات

نن د فیدرالي حکومت د بندېدلو لسمه ورځ ده


په کانگرس کې د دیوال وهلو بودجه تصویب نشوه، اته سوه زره مامورین په دې نپوهېږي چی تنخواه به کله واخلي
په کانگرس کې د دیوال وهلو بودجه تصویب نشوه، اته سوه زره مامورین په دې نپوهېږي چی تنخواه به کله واخلي

تمه ده چې د متحدو ایالاتو د فیدرالي حکومت یوه برخه به تر ډېره په روانه اونۍ کې هم بنده پاتې شي.

د سپینی ماڼۍ او د کانگرس د منتخبو استازیو ترمنځ جنجال لا په خپل حال روان دی، له بل پلوه په توقیف شویو کډوالو کې یو بل ماشوم هم مړ شو.

ولسمشر ټرمپ د دېوال بودجه غواړي او ډموکراټان په ټینګه د بودجې له منظورولو نه انکار کوي.

د امریکا مهمې رسنۍ داهم وايي چې ولسمشر د دېوال د بودجې پر سر مصالحې ته چمتو نه‌دی.

خو ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یو ټویټر کې استدلال وکړ چې ولسمشر اوباما او د هغه مېرمنې د خپل خوندیتوب لپاره په واشنگټن ډی سي کې له خپل کورنه لس فوټه لوړ دېوال چاپېر کړی دی او په وینا یې دی ورسره موافق دی، ځکه دا د هغوی د خوندیتوب لپاره ضرور دی.

ولسمشر زیاتوي امریکا همدغه راز یو دېوال ته ضرورت لري خو چې لږ اوږد وي.

لنډه دا چې ولسمشر ټرمپ لا په خپل دریځ ټیګ ولاړ دی، خو پر ډموکراټانو خپل فشار، انتقاد او استدلال ته ادامه ورکوي.

د حکومت بندیدل لا دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

ولسمشر ډونالد ټرمپ د ماشوم د مړینې پړه پر ډموکراټانو اچولې او په ټویټر کې یې لیکلي که چیرې دېوال موجود وای نو بې اسنادو کډوالو به امریکا ته د را تللو هڅه نه کولای.

خو ډموکراټان په دې ډول استدلال تمسخر کوي، هغوی وايي زښت ډېر کډوال په خپلو هېوادونو کې د ډېر تشدد او فقر له امله تېښتې ته اړ کېږي او د کډوالۍ لپاره موجه غوښتنې لري.

XS
SM
MD
LG