د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: پروان کې هوايي حملې ۳ملکیان وژلي


د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې هوایي حملې درې ملکیان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پروان د والي ویاند وحید شهکار نن جمعه د «لیندۍ پر دوهمه» امریکا غږ ته وویل چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.

ښاغلي شکهار وویل: "د ځانګړو سرتېرو قطعه چې له کابل څخه د هوايي قواو په ملاتړ د یوه غیر مسؤل وسله وال قوماندان د نیولو په هدف پروان ته راغلې وه، خو په دغه حمله کې په اشتباه سره د یو شمېر ملکیانو کورونه بمبار شوي دي."

پر همدې مهال د چاریکار د ملکي روغتون سرطبیب محمد قاسم سنګین امریکا غږ ته وویل چې د دوی روغتون ته درې مړي‌ او څلور ټپیان وروړل شوي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه چې ټپیان یو ماشوم، یوه ښځه او دوه نور نارینه دي.

هغه وویل چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پروان ولایت د جبل السراج والسوالۍ اوسېدونکو د دغه هوايي حملې په غبرګون کې نن سهار د کابل ـ پروان لویه لار د یوې مظاهرې په ترڅ کې د ټرافیکو پر مخ وتړل.

تر دامهاله ددغه حملې په اړه ځانګړو ځواکونو او هوايي قواوو څه نه دي ویلي.

او دا هم معلومه نه ده چې دغه حمله افغان هوايي قواوو او که نړیوالو ځواکونو کړې ده.

XS
SM
MD
LG