د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بهرني وسله والو شناختي کارټونه اخیستي


په پاکستان کې د ملي معلوماتو د ثبتولو اداره یا نادرا د شناختي کارټونو د صادرولو وظیفه لري.
په پاکستان کې د ملي معلوماتو د ثبتولو اداره یا نادرا د شناختي کارټونو د صادرولو وظیفه لري.

د کلنو راهیسې په پاکستان کې بهرني وسله والو د رشوت په ورکولو پاکستاني شناختي کارټونه ترلاسه کړي دي، چې دا کار هغوی ته د عملیاتو په ترسره کولو کې زیاته آزادي ورکوي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس په دې اړه د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا آی اس ای یو رپوټ ترلاسه کړی دی.

دغه آژانس ویلي دي چې د آی اس آی په رپوټ کې راغلي دي چې بهرني وسله والو حتا د ۱۰۰ ډالرو د رشوت په ورکولو سره پاکستاني شناختي کارټونه اخیستي دي.

د خارجي جهادیانو مساله چې په پاکستان کې په اسانۍ سره عملیات کوي، سیمه اییز او نړیوال تاثیرات لري.

پاکستان د اوږدې مودې راپدېخوا د نړیوالو اسلامپالو وسله والو چې د نړیوالو جهادیانو په نامه یادیږي د تګ ځای دی. دغه وسله والو ته په پاکستان کې روزنه ورکول کیږي او بهر ته استول کیږي چې بریدونه وکړي.

خارجي هیوادونو په تیره بیا گاونډي افغانستان تل د پاکستان د حکومت ځیني عناصر په دې غندلي دي چې اسلامي جگړه مارو ډلو ته د افغانستان سره نږدې په قبایلي سیمو کې د پټیدو ځایونه برابروي.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا(آی ایس آی) د تازه رپوټ په اساس په زرگونو خارجیانو په غیر قانوني توگه د پاکستان شناختي کارټونه ترلاسه کړي دي.

په دغو کې زیاتره یې افغان مهاجرین دي چې کوشش کوي هلته پاته شي، مگر د چین، مالدیو، ازبکستان او د امریکا د متحده ایالاتو په لسگونو تنه اسلامپاله وسله وال هم پکښې شامل دي.

پاکستاني وسله وال بیا په جعلي نامه دوهم شناختي کارټ هم اخیستي دي چې دا پاکستاني پولیسو او قانون تطبیقونکو ته سختوي چې هغوی وپیژني او ویې نیسي.

یو له هغو کسانو نه چې پاکستاني شناخته کارټ یې درلود د القاعدې غړی سعودي عربستان تبعه عدنان شکري جمعه و.

شکري جمعه د FBI مطلوبو کسانو په لست کې و او پر سر یې پنځه میلیون ډالره انعام هم و. د آی اس آی په رپوټ کې راغلي دي چې کله چې دغه کس په قبایلي سیمه کې د ۲۰۱۴ کال د دیسمبر په میاشتې کې ووژل شو نو د هغه سره پاکستاني شناختي کارټ وموندل شو چې په شناختي کارټ کې یې نوم یې شازیب خان و.

د اسوشیټیډ پریس په رپوټ کې راغلي دي چې داسې معلومیږي چې مشکل د پاکستان د ملي معلوماتو د ثبتولو په ادارې یا نادرا کې دی.

XS
SM
MD
LG