د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید نه یم


د امریکا د ولسمشر د مرستیال په اړه داسې ګنګوسې وي چې کیدای شي ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړي
د امریکا د ولسمشر د مرستیال په اړه داسې ګنګوسې وي چې کیدای شي ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن وايي چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخابات کې ځان نه کاندیدوي.

جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې دغه اعلان وکړ. بایډن وویل چې دا پریکړه یې د دې لپاره کړې ده چې د کاندیدیو وخت تیر شوی دی.

د خبرې کنفرانس په مهال د ښاغلي بایډن یو اړخ ته ولسمشر اوباما او بل اړخ ته د بایډن ښځه ولاړ وو.

بایډن وویل چې د مي د میاشتې د ۳۰ نیټې نه چې د هغه ۴۶ کلن زوي، د ماغزو د سرطان له امله مړ شوی، هغه او کورنۍ یې په ویر اخته وو.

«په خواشینۍ سره، زه فکر کوم چې وخت یې تیر شوی دی، [د دې وخت تیر شوی دی] چې د کاندیدیدو لپاره یو بریالی کمپاین وشي.»

خو بایډن زیاته کړه چې دی به د ملي او سیاسي موضوعاتو په برخې کې چپه خوله پاته نه شي.

هغه وویل چې «زه هوډ لرم چې تر خپل وس پورې په واضح توګه او په قوت سره خبرې وکړم، چې تاثیر ولري، هغه دا چې زموږ د ګوند موقف څه دی او موږ د یو ملت په حیث باید کوم لور ته ولاړ شو.»

د بایډن د دغه اعلان سره هغه ګنګوسې پای ته ورسیدي چې د هغه د کاندیدیدو په اړه موجودي وي.

اوس نو د دیموکرات ګوند د کاندید د ټاکلو لپاره په انتخاباتي مبارزو کې، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او سناتور برني سنډرس مخکښ دي.

XS
SM
MD
LG