د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن د خپلې ماتې پړه د ایف بي آی په رئیس واچوله


کلنټن د خپل کمپاین د تمویلونکو سره د ټليکنفرانس له لارې د شنبې په ورځ خبرې کړې دي.
کلنټن د خپل کمپاین د تمویلونکو سره د ټليکنفرانس له لارې د شنبې په ورځ خبرې کړې دي.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کاندیده هیلري کلنټن د خپلې ماتې پړه د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یا ایف بي ای په رئیس باندې اچولې ده.

هیلري کلنټن د شنبې په ورځ د خپل کمپاین د تمویلونکو سره د ټليکنفرانس له لارې ویلي دي چې کانګرس ته د ایف بي آی د رئیس جیمز کومي لیک د رایه ورکوونکو په نظر کې تغیر راوست.

کلنټن زیاته کړې ده چې د هغې د ایمیلونو د قضیې بیا راسپړل د امریکا په ځینو ایالتونو کې د هغې د ملاتړ د کمیدو سبب شو.

د رویټرز خبرې آژانس ویلي دی چې دغه خبره ورته دوو کسانو کړې ده چې د هیلري کلنټن په ټلیکنفرانس کې موجود وو.

د انتخاباتو نه مخکې په ملي کچه تقریبا ټولو نظرپوښتنو دا ښودله چې هیلري کلنټن ټر ټرمپ مخکې ده.

خو، د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ انتخابات وګټل چې ټول یې حیران کړل.

کلنټن د انتخاباتو د نتایجو په اړه د چهارشنبې په ورځ، یانې د انتخاباتو د ورځې نه یوه ورځ وروسته، خپله وینا واوروله او خپله ماته یې ومنله.

د ټرمپ کابینه

د امریکا منتخب جمهوررئیس د دوهمې ورځې لپاره هم د قدرت د انتقال د ټیم سره ملاقات وکړ او د خپلې کابینې د لوړو څوکیو د ډکولو لپاره یې ورسره خبرې وکړي.

ویل کیږی چې د هغه په کابینې کې به د جمهوررئیس د دفتر د ریاست څوکۍ ډیره مهمه وي، ولې چې ټرمپ خپله د پالیسو د جوړولو په برخې کې تجربه نه لري او په واشنګټن کې د سیاسي شخصتونو سره اړیکې هم نه لري.

داسې ویل کیږي چې د دفتر د ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ملي کمیټې رئیس راینس پرېبیس او د ټرمپ د انتخاباتو د کمپاین رئیس سټیفن بينان په نظر کې نیول شویدي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې زلمي خلیلزاد هم په هغه لست کې راوړی دی چې د بهرنيو چارو د وزارت لپاره ورباندې بحث کیږي.

زلمي خلیلزاد چې په خټه افغان دی، په افغانستان، عراق او ملګروملتونو کې د امریکا سفیر و.

ټرمپ د قدرت د انتقال لپاره د خپل ټیم مشر خپل مرستیال مایک پېنس ټاکلی دی.

د ټرمپ ضد مظاهرې

دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د منتخب جمهوررئیس ډانالډ ټرمپ پخلاف د څلورمې ورځې لپاره هم مظاهرې روانې وي.

په نیویارک کې د شنبې په ورځ په زرګونو مظاهره چیان د ټرمپ د ټاور یا لوړې ودانۍ په لور مظاهره وکړه. مظاهره چیانو د ځانو سره لوحې انتقالولي چې ورباندې لیکلي و «زما جمهوررئیس نه دی.»

د چهارشنبې د ورځې راهیسې چې مظاهرې پيل شوي د ټرمپ د ټاور ټینګ امنیت نیول شوی دی.

د امریکا په نورو ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي. د اورګن د ایالت د پورټلنډ په ښار کې په مظاهرو کې تشدد هم شوی دی.

دغه مظاهرې د دې لپاره شويدي چې خلګ تشویش لري چې داسې نه شي چې د ټرمپ په جمهوري ریاست کې د دوی مدني حقونه ورنه واخیستل شي.

د امریکا دباندې، د جرمني د برلین په ښار کې د امریکا سفارت ته نږدې هم په سلګونو جرمنیانو او هغه امریکایانو چې په جرمني کې ژوند کوي مظاهري وکړي.

مظاهره چیانو ویل چې د ترمپ پالیسۍ به مدني حقونو او انساني حقونو ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG