د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې شیعه ملیشو د تلعفر ښارګوټی نیولی


تلعفر د موصل په لویدیځ کې پروت دی چې داعش د دغه ښارګوټي له لارې د موصل او رقې تر منځ تګ راتګ کاوه.
تلعفر د موصل په لویدیځ کې پروت دی چې داعش د دغه ښارګوټي له لارې د موصل او رقې تر منځ تګ راتګ کاوه.

په عراق کې شیعه ملیشې وايي چې د تلعفر په ښارګوټي کې یې د داعش پوځي مرکزونه نیولي دي.

د شیعه ملیشو د ائتلاف وسله والو د شنبې په ورځ د دغه ښارګوټی د نیولو لپاره، چې د موصل په غرب کې موقعیت لري، خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

په هغه بیان کې چې د شیعه ملیشو د ائتلاف لخوا خپورشوی دی راغلي چې دوی د موصل او د سوریې د رقې ترمنځ د داعش د تګ راتګ لپاره بنده کړې ده.

داعش د سوریې د رقې ښار د خپل «خلافت» مرکز ټاکلی و.

عراقي قواوي غواړي په موصل کې داعش محاصره کړي او د نورو ښارونو سره د داعش ارتباطات قطع کړي.

تلعفر، چې د جګړو نه مخکې يې ۲۰۰ زره نفوس درلود، په ۲۰۱۴ کال کې داعش ونیوی.

بل پلو ته د موصل د ختیځې سیمو نه هم د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي. د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګي الوتکو هم په دغه سیمه کې په داعش بریدونه کړي دي.

د داعش نه د موصل د نیولو عملیات د اکتوبر په ۱۷ نیټه پیل شوي دي. دغه عملیات د ۲۰۱۱ کال نه، چې امریکايي قواوي د عراق نه ووتلي تر ټولو لوی عملیات دي.

د موصل نه په لسګونو زره ملکیان وتلي دي. د ملګروملتونو د ارقامو په اساس ۶۰ زره ملکیان په تیرو دوو اونیو کې د موصل نه تښتیدلي دي.

د عملیاتو د پيل نه مخکې، ملګروملتونو خبرداری ورکړی و چې که عملیات وشي نو د موصل په ښار او د دغه ښار په شاووخوا سیمو کې یو میلیون کسان به د خطر سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG