د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او کېري د اوکراین، سوریې او ایران په اړه خبرې وکړي


د روسیې ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې په سوچي کې سره د سې شنبې په ورځ وکتل
د روسیې ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې په سوچي کې سره د سې شنبې په ورځ وکتل

جان کېري وایي چې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره یې د اوکراین، سوریې او ایران په اړه«سپینې او واضح» خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې دا مهمه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تماسونه موجود وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د سوچي په تفریحي ښار کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرگي لاوروف سره په یوه گډ خبرې کنفرانس کې وویل چې «دا خبرې په ډیر مهم وخت کې شوې دي.»

مخکې له دې چې ښاغلی کېري د روسیې د جمهوررئیس پوتین سره وگوري، هغه د لاوروف سره څلور ساعته په خبرو بوخت و.

کېري وویل چې «زه د ښاغلي پوتین نه له دې کبله ممنون یم چې هغه دې خبرو ته په کافي اندازه وخت اهدا کړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې «د داسي مستقیمو خبرو ځای هیڅ شی نه شي نیولای چې په مهمو او پېچلو سیاسي او جغرافیایي مسالو باندې کیږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کیري او ښاغلی پوتین به «په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسالو باندې بشپړ بحثونه وکړي،» چې په کې به د یمن اولیبیا حالات هم شامل وي او د امریکا نظر به واضح او څرگند کړي.

XS
SM
MD
LG