د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د تروریستانو لخوا د انټرنیټ په استعمال بحث وکړ


د کانګرس د کورني امنیت جرګګۍ د چهارشنبې په ورځ د تروریستي ډلو لخوا د انټرنیټ د استعمال په اړه بحث وکړ
د کانګرس د کورني امنیت جرګګۍ د چهارشنبې په ورځ د تروریستي ډلو لخوا د انټرنیټ د استعمال په اړه بحث وکړ

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د کورني امنیت جرګګۍ د تروریستي ډلو، لکه داعش، لخوا د انټرنیټ له لارې په امریکا کې د افرادو د جذب په اړه بحث وکړ.

بحث ته د امریکا د کورني امنیت د ادارې او د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا FBI د استخباراتي چارو او تروریزم خلاف درې کارپوهان وربلل شوې وه.

ګډون کوونکو د تروریستي ډلو لخوا د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو له لارې د پیغامونو د خپرولو په اړه خبرې وکړي.

د کورني امنیت د جرګګۍ رئیس مایکل مک کال، د بحث د پرانستلو په مهال، وویل چې ټولنیزې رسنۍ د اسلامي افراطیانو لپاره، چې مرکز یې په منځني ختیځ کې دی، یو بل ډګر دی.

«د انټرنیټ له لارې د جهادي ډلو د تبلیغاتو خپریدل، د اسلامي افراطیت په خلاف زموږ په مبارزې کې یوه نوې جبهه پرانیستې ده. موږ اوس یوازې د تروریستانو، چې په سمڅو کې ژوند کوي او د قاصد له لارې تماس نیسي، د نیولو هڅه نه کوو. اوس موږ د یو داسې دښمن سره مخامخ یو چې د انټرنیټ له لارې سمدستې پیغامونه خپروي او تشدد ته [افراد] راپاروي.»

بحث تر ډیره د تیرې میاشتې د پیښې په اړه وي چې د امریکا د ټکساس د ایالت په ګارلنډ کې وشوه.

د ګارلنډ په ښار کې امنیتي ځواکونو دوه امریکایان د دې لپاره وویشتل چې دغو دوو کسانو چې وسلې ورسره وي هڅه وکړه چې د اسلام د پيغمبر د کارتون د رسمولو په سیالۍ برید وکړي.

وروسته بیا دا معلومه شوه چې اسلامي افراطیانو د ټولنیزو رسنیو د پوستونو یا لیکنو له لارې دغه وسله وال جذب او ګمارلي وو

د FBI د تروریزم خلاف د مبارزې د څانګې د رئیس مرستیال مایکل سټاین بک په بحث کې وویل چې د دوی وروستۍ څیرنې ښيي چې دغسې پوستونه یا لیکنې زیات مینه وال لري.

«ممکن تاسو په یو ګاونډ کې دوه زره اصلي کارونکي یا پروپاګندچیان ولری چې پیغامونه استوي. او احتمال یې شته چې په دغه ګاونډ کې ۵۰۰۰۰ کسان، د اوپن سوړس د څیړنو په اساس، پیغام رېټویټ یا بیا خپور کړي، او بیا د مثال په توګه تر ۲۰۰۰۰ پورې کسان شته چې دغه پیغامونه ورته رسیږي.»

د استخباراتو د برخې کارپوهان وايي چې د انټرنیټ له لارې د تروریزم خلاف د مبارزې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د قانون د نافذولو ځايي ادارې او د استخباراتو ادارې د یو بل سره معلومات شریک کړي.

دوي وايي چې د استخباراتي معلوماتو شریکولو به قانون نافذونکو ادارو ته وختي معلومات ورکړي تر څو د بریدونو د دفع کولو لپاره آماده واوسي.

دغه کارپوهانو وویل چې د ارزونا په ایالت کې تیره میاشت د استخباراتي معلوماتو شریکول د دې سبب شول چې د یو تروریستي برید مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG