د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو د نوي قاضي په نومولو او امنیت بحث وکړ


د جمهوري غوښتونکو مناظره د شبې په شپه د جنوبي کارولاینا د ایالت د ګرینویلي په ښارګوټي کې وشوه
د جمهوري غوښتونکو مناظره د شبې په شپه د جنوبي کارولاینا د ایالت د ګرینویلي په ښارګوټي کې وشوه

د شنبې د شپې په مناظره کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندیدانو د اوباما نه وغوښتل چې د سترې محکمې د مړه شوي قاضي په ځای دې څوک نه نوموي.

د امریکا په جنوبي کارولاینا کې د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو، په تلویزیوني مناظره کې، د اوباما نه دا غوښتنه هم وکړه د نوي قاضي نومول دې راتلونکي جمهوررئیس ته پریږدي

په جنوبي کارولاینا کې د مقدماتي انتخاباتو په لړ کې د شنبې په شپه د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو ترمنځ مناظره وشوه.

ډونالډ ټرمپ، چې د نظرپوښتنو په اساس په جمهوري غوښتونکو کې مخکښ کاندید دی، وویل چې د امریکا د سترې محکمې د قاضي سکالیا مړینه د هغه په وینا د امریکا محافظه کارانو ته یوه لویه ضربه ده.

هغه وویل چې اوس دا د سنا د مجلس په رئیس میچ مکانل پورې اړه لري چې د اوباما د دورې د پای ته رسیدو پورې د نوي قاضي د نومولو پروسه وځنډوي.

د امریکا په کچه نظر پوښتنې ښيي چې ډونالډ ټرمپ تر نورو مخکې دی
د امریکا په کچه نظر پوښتنې ښيي چې ډونالډ ټرمپ تر نورو مخکې دی

د فلوریدا سناتور مارکو روبیو، د ټکساس سناتور تډ کروز، د اوهایو والي جان کیسک او جراح بن کارسن، چې ټول د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندیدان دي، هم وویل چې اوباما باید د سکالیه په ځای څوک و نه نوموي.

خو یوازې کاندید جب بوښ وویل چې دا د جمهوررئیس حق دی چې څوک ونوموي، خو هغه دا خبره هم وکړه چې د اوباما نه دا تمه نه لري چې د ټولو په خوښه دې یو څوک ونوموي.

د کاندیدانو ترمنځ یوه بله موضوع چې سخت بحث ورباندې وشو هغه امنیت و. ټرمپ په جب بوش باندې د هغه د ورور جورج ډبلیو بوش د سابقې په خاطر انتقاد وکړ.

ټرمپ وویل چې د عراق جګړه «یوه لویه اشتباه وه.» کله چې جب بوش او روبیو وویل چې د جورج بوش اقداماتو امریکا خوندې کړه، ټرمپ په وار وار دا تکرار کړه چې د نړیوال تجارت په ودانۍ د [جورج بوش] په وخت کې برید وشو او ورانه شوه.

د جمهوري غوښتونکو د کاندیدانو ترمنځ امریکا ته د مهاجرینو په راتګ هم تود بحث وشو.

د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو شمیر شپږو ته راکم شوی دی
د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو شمیر شپږو ته راکم شوی دی

په جنوبي کارولاینا کې به مقدماتي یا ګوندي انتخابات د فبروري په ۲۰ نیټه وشي. د کاندیدانو لپاره به تور پوستو او انجیلیک عیسویانو حمایت ډیر مهم وي تر څو چې په دغه ایالت کې مقدماتي انتخابات وګټي.

جمهوري غوښتونکي کاندیدان

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندیدانو شمیر اوس شپږو ته راکم شوی دی.

امریکا په کچه په نظر پوښتنو کې د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو په منځ کې ډونالډ ټرمپ او ټډ کروز مخکې دي.

ډونالډ ټرمپ میلیاردر دی او ډیر جایدادونه لري. کروز د ټکساس د ایالت سناتور دی او محافظه کار دی. او د عمومي نظرپوښتونو په اساس، دواړه د جمهوري غوښتونکو په مخکښه کاندیدانو کې راځي.

بل کاندید جان کېسک، د اوهایو د ایالت پخوانی والي دی. هغه په جمهوري غوښتونکو کې منځلاری دی.

کېسک د نیوهمشر د ایالت په مقدماتي انتخاباتو کې دوهم راغی چې ټول يې حیران کړل. هغه به هڅه وکړي چې په نورو ایالتونو کې هم، د جنوبي کارولاینا په شمول، داغسې وځلیږي.

جب بوش، چې پلار او ورور یې دواړه د امریکا جمهوررئیسان وو، هم ځان کاندید کړی دی. د هغه په اړه یو وخت فکر کیدی چې په جمهوري غوښتونکو کې به مخکښه کاندید وي خو تر اوسه ښه نه دی ځلیدلی.

مارکو روبیو او بن کارسن هم د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندان دی خو په مقدماتي انتخاباتو کې یې د وړلو چانس کم دی.

XS
SM
MD
LG