د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټکساس کې طوفان اته کسان مړه کړي


د امریکا په جنوبي ایالتونو کې د څو ورځو راهیسې کیږي چې توپانونه پيل شوي او تاوانونه یې اړولې دي.
د امریکا په جنوبي ایالتونو کې د څو ورځو راهیسې کیږي چې توپانونه پيل شوي او تاوانونه یې اړولې دي.

د امریکا د ټکساس د ایالت د ډلس په سیمه کې اته کسان یا خو په طوفان او یا هم د طوفان له کبله په ترافیکي پيښو کې مړه شوي دي.

طوفان د شپې ناوخته راغلی دی. طوفان د ځینې ودانیو چتونه راغورځولي دي او موټرونه یې پر بل مخ کړي دي.

د طوفان له امله بریښنا قطع شوې ده، د ګازو لولې چاودلې دي، ونې راغورځیدلي او خاورو او خځلو سیمه نیولې ده.

طوفان د ډلس د ښار د جنوب په ۳۰ کیلومترۍ کې پیل شو او د دغه ښار د شمال ختیځو برخو پورې سیمې یې وځپلي.

چارواکو ویلي دي چې طوفان تقریبا ۶۵ کیلومتره سیمه ځپلې ده.

د امریکا په جنوب ختیځو ایالتونو کې د څو ورځو راهیسې هوا خرابه ده او د ژمي په موسم کې په غیرمعمولي توګه طوفانو راغلي دي او د کرسمس د رخصتیو په ورځو کې یې ۱۸ کسان وژلي دي.

د هوا د معلومولو اټکلونه وايي چې امکان یې شته چې د یکشنبې په ورځ به د امریکا په ځینو ځایونو کې واوره وشي او سیلابونه به راشي.

ویل کیږي چې کیدای شي د ټکساس او اوکلاهوما په ایالتونو کې تر ۴۵ سانتي مترو پورې واوره وشي.

د امریکا د جنوبي برخو په نورو ایالتونو کې هم طوفانونو تاوانونه اړولي دي. د میسسپي په ایالت کې خرابي هوا او ورسره طوفانونو لږترلږه ۱۰ کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG