د لاس رسي وړ اتصالات

د استاد سعد الدین شپون جنازه خاورو ته ورسپارل شوه


لغمان سرخکانو سیمه کې استاد شپون د جنازي د ښخولو په مراسمو کې یو شمیر افغان چارواکو او فرهنګي شخصیتونو برخه اخیسستې وه.

د ارواښاد استاد سعد الدین شپون جنازه نن سهار د جمعې په ورځ له امریکا څخه کابل ته انتقال او بیا د ښخولو لپاره لغمان ولایت ته ولیږدول شوه، چې له غرمې وړاندې په لس نیمو بجو د هغه له وصیت سره سم د لغمان د سرخکانو په سیمه کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه.

د جنازي په مراسمو کې د افغان حکومت د چارواکو د ګډون سربیره په لسګونو ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو هم برخه اخیستې وه.

لغمان ته د ارواښاد شپون جنازه د افغان پوځ په هیلیکوپټر کې یوړل شوه، چې په جنازه کې یې د لغمان او ننګرهار ګڼو چارواکوسربېره د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د ولسمشر فرهنګي سلاکار او ګڼو فرهنګي سټو ګډون کړی و.

د اطلاعات فرهنګ سرپرست وزیر رسول باوري په خپلو خبرو کې دارواښاد استاد شپون د مړینې له امله افغان ملت او فرهنګي کورنۍ ته تسلیت ووایه او اروښاد شپون یې د افغانستان په ادبیاتو کې یو داسې څېره وبلله، چې د مړینې له امله رامنځ ته شوې تشه به په اوږدو کلونو کې ډکه نه شي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر وویل" شپون لاړ خو د هغه ادبیات، فکر، او پوهه به د اوږدو کلونو لپاره خلک ولولي او وبه یې پالي".

نوموړي د استاد شپون مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره یوه لویه ضایع وبلله.

د استاد شپون زوی وزیر اکبر شپون هم خبرې وکړې او ویې ویل چې " پلار مې دوه وصیتونه کړي یو دا چې د الفت په خاوره کې مې ښخ کړئ او بله دا چې یو کتاب یې بشپړ کړی و ویل یې چې دا به زما تر مرګه پورې چاته نه ښايئ او بیا به یې چاپ کړئ".

ښاغلي اکبر شپون وویل چې پلار یې نرم خویه انسان و او تل به یې ټوکې کولې او په خوښۍ به یې له دوی سره ژوند کوو.

شپون څوګ وو

استاد سعد الدین شپون په خټه د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ و ، خو کورنۍ یې کندوز ته کډه کړې وه او په کال ۱۹۳۳ کال کې په دغه ولایت کې زېږدلی و .

استاد سعدالدین شپون د وږی په ۱۹ ورځ د امریکا د ویرجنیا په ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ادیبان او فرهنګیان د استاد شپون مړینه لویه تشه بولي، د کابل پوهنتون استاد او د ولسمشر غني سلاکار لال پاچا ازمون وايي، استاد شپون د معاصرو لیکوالو پخه څټه وه او ترې نوي نسل شعر او نثر زده کړی دی.

ښاغلی ازمون وايي "استاد شپون له ادبیاتو پوهنځۍ وروسته د علومو اکاډمۍ غړی شو او هلته یې د پښتو - انګلیسي قاموس د چاپ د پلاوي مشري یې کړې ده".

شپون په څلوېښتمه لسیزه کې د سیال سړي په نوم د لنډو کیسو ژباړې هم کړي، استاد شپون د داستاني نثر مخکښ لیکوال بلل کیږي، د بنګي غاړه د لنډو کیسو ټولګه، شین ټاغی یې مشهور ناول دی - ګټیالی - د څمڅې یاران - او ښایستو یې وروستی ناول وو.

وو نه وو یو شپون وو، د شپون خپله بیوګرافي وه. په شعر او نظم کې هم دوه اثره لري، پرخه پر ترخه او شین خالۍ څنګه پیدا شوه.

لیکوال او د پښتو ژبې څیړونکي نجیب منلی بیا استاد شپون سرلاری لیکوال او ادیب بولي وايي، پښتو فرهنګ ته یې باارزښته اثار پرېښې دي.

ښاغلی منلی د شپون شخصیت څو بعدي بولي، وايي ژورنالست وو. د نثر لیکوال وو. د پوهنتون استاد وو او عالم وو.

ښاغلي منلي وویل "د استاد شپون نشتوالی د افغانستان فرهنګ لپاره یوه ستره ضایعه ده".

استاد سعدالدین شپون په ۸۴ کاله عمر د یکشنې په ورځ په امریکا کې ساه ورکړه. سعدالدین شپون په ۱۹۳۳ کال کې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی وو. زده کړې یې په کندز، کابل او امریکا کې کړې وې.

استاد شپون کلونه کلونه له امریکا غږ سره هم کار کړی وو.

XS
SM
MD
LG