د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ختیځې اروپا ته د قواوو استول د ناټو د ماموریت برخه ده


د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست

سپینه ماڼۍ وايي چې د خیتځې اروپا او بالتیک د سیمې په هیوادونو کې د قواوو د ځای پر ځای کولو پلان تر اوسه په ابتدايي پړاو کې دی او دغه پلان د اروپايي ملګرو هیوادونو د ساتنې لپاره د ناټو د ماموریت برخه ده.

د شنبې د ورځې راهیسې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د قواوو د ځای پرځای کولو د پلان په اړه رپوټ خپور کړی دی، دا لومړی ځل دی چې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست په دې اړه تبصره کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې د یو امریکايي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی اخیستی، ویلي و چې د دغه پلان هدف دا دی چې په سیمې کې د روسیې د تیریو مخه ونیول شي.

مسکو تیر عیسوي کال د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه د خپلې خاورې برخه وګرځوله.

که چیري د قواوو د ځای پرځای کولو دغه پلان تایید شي، نو د امریکا ۵۰۰۰ پوځيان او زرغروال وسایل به د ناټو د سازمان په غړو هیوادونو-- لیتوانیا، استونیا، لیتویا او همداراز، په رومانیا، پولنډ، بلغاریا او په احتمالي توګه په هنګري کې ځای پرځای شي.

روسیې پرون د امریکا لخوا د قواوو د ځای پرځای کولو په اړه خبرداری ورکړ. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي دي چې دغسې یو اقدام به د نظامي مخامخ کیدو سبب شي او «خطرناکه عواقب» به ولري.

د روسیې د دفاع وزارت وویل چې که پلان عملي شي نو دغه به د نږدې ۲۵ کلنو راهیسې د امریکا د دفاع د وزارت او ناټو لخوا «تر ټولو تیری کوونکی اقدام» وي.

د امریکا د دفاع وزارت بیا له خپله اړخه ویلي دي چې د پلان هدف دا دی چې د ناټو او ملګرو هیوادونو سره د روزنې د پلان شوو تمریناتو د «لا ښه تسهیل» لپاره «تجهیزات برابر شي.»

XS
SM
MD
LG