د لاس رسي وړ اتصالات

هر پښتون د پښتنو د تحفظ غورځنگ ملگری دی- محسن داوړ


د محسن داوړ نه په مننه
د محسن داوړ نه په مننه

په کراچۍ کې د وزیرستان د یو ځوان نقیب الله محسود په یوې جعلي پولیس مقابلې کې د وژل کیدو نه وروسته د فرورۍ په لومړنۍ نیټه د پښتون تحفظ مومنټ د مشر منظور احمد پښتین په مشرۍ پښتنو په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړ.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو د مظاهرو د تنظیمونکو سره لوظ وکړ چې غوښتنې به یې ومنل شي او هغوي دې نور د احتجاج نه لاس واخلي.

د دغې احتجاج یو تنظیمونکی محسن داوړ وایي چې ډیرې لوظونه داسي دي چې زمونږ سره شويدي خو په هغې عمل ندی شوی. هغه وایي چې مونږ غواړو د پښتنو مختلفو سیمو ته سفر وکړو او د خلکو مسلې واورو.

د امریکا غږ نزرانې یوسفزۍ د محسن داوړ سره مرکه کړیده چې تاسو یې دلته اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:38 0:00

XS
SM
MD
LG