د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بیت المقدس ته د سفارت په انتقالولو غور کوي


د جمهور مرستیال مایک پنس د یهودانو د ټولنې کلنۍ غونډې ته وینا کوي
د جمهور مرستیال مایک پنس د یهودانو د ټولنې کلنۍ غونډې ته وینا کوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي جمهور رئیس ټرمپ په شخصي توګه ژمن دی چې د اسرائیل او فلسطین د شخړې لپاره د همیشنۍ سولې لاره ولټوي.

هغه وویل چې امریکا بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقالولو په شمول په نورو لارو چارو غور کوي چې له اسراییل سره خپل ملاتړ څرګند کړي.

هغه وویل "ولسمشر ټرمپ همدا راز د خبرو د پروسې ملاتړ کوي او وايي چې دواړه خواوې باید یوې موافقې ته سره ورسیږي، خو د هغه اداره به هیڅکله د اسرایل د امنیت او خوندیتوب په اړه جوړجاړی ونکړي".

د جمهوري ریاست مرستیال په دغه غونډه کې د ملي امنیت په اړه هم خبرې وکړي او څرګنده یې کړه چې متحده ایالات به پر خپل پوځي ځواکونو پانګونه وکړي او د اسلامي دولت ډله به له منځه یوسي.

هغه وویل "د ټرمپ اجنډا له ملي امنیت سره پیل کیږي. مونږ به خپل پوځ له سره جوړ کړو او د دموکراسۍ دغه زیرمه به بیرته ژوندۍ کړو. مونږ به همداراز داعش له منځه یوسو چې نور زمونږ خلک او هیواد تهدید نه کړي".

د ایران د توغندیو د وروستیو ازمیښتونو په اړه د ولسمشر ټرمپ مرستیال ټینګار وکړ چي د واشنګټن نوې اداره به د ایران له خوا لمسوونکي اقدامات و نه زغمي چي په منځني ختیځ کې ناآرامې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه "ایران د آټومي وسلو او بالستیکي توغندیو په جوړولو سره له حده تیر شوی دی، خو ولسمشر ټرمپ به هیڅکله ورته ددې اجازه ورنکړي چې اتومی وسلې جوړې کړي".

ښاغلی پنس له دې غونډې نه یوه ورځ مخکې له واشنګټن سره نږدې د محافظه کارانو یوې سیاسي غونډې ته وینا وکړه چې د ټرمپ د اجنډا په اړه د جمهوري غوښتونکو د ملاتړ اساس پیاوړی کړي.

هغه وویل" تاسو د جمهوري ریاست لپاره یو داسې سړي ټاکلی دی چې له خپلې خبرې شاته نه ځی. هغه یو مبارز او ګټونکی دی. زه ژمنه کوم چې هغه به تر هغه وخت پورې خپله مبارزه پرخ بوځي چې امریکا یو ځل بیاغښتلې شي".

د محافظه کارانو په کلنې غونډه کې زیاتره پر دموکرات ګوند نیوکې کیږي، خو سږ کال ډیر تمرکز د جمهوري غوښتونکې ګوند پر یووالي او د ښاغلي ټرمپ د بري پر ستاینې و.

XS
SM
MD
LG