د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان: حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې په امریکایي جنګي او سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي


د متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي په سرې بحیرې کې د امریکا یوې جنګي کښتۍ او څو سوداګریزو کښتیو یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) بریدونه شویدي.

پنټاګان ویلي چې په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د پنځو ساعتونو لپاره یې په سرې بحیرې کې د امریکا یوې جنګي کښتۍ او څو سوداګریزو کښتیو په وسلو سمبالو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

لا معلومه نده چې سوداګریزې کښتۍ د کومو هیوادونو دي خو پنټاګان ویلي چې د USS Carney په نامه جنګي کښتۍ یو شمیر ډرون الوتکې چې پدې کښتۍ وارې شوې وې، هدف ته تر رسیدو وړاندې له منځه وړي دي.

د حوثیانو د پوځ یوه ویاند برید جنرال یحیی سریع ادعا کړې چې دا بریدونه هغوي کړي او ادعا یې کړه چې یوه کښتۍ یې په ډرون الوتکو او بله یې په توغندیو ویشتلې.

جنرال سریع ویلي چې بریدونه د باب المندیب په تړانګې کې شوي چې سره بحیره د عدن خلیج سره نښلوي.

دې جنرال وړاندې ویلي، " د یمن وسله وال ځواکونه به تر هغه وخته په سرې بحیرې او عدن خلیج کې د اسرائیل په کښتو بریدونه کوي او ګرځیدو ته به یې نه پریږدي، تر څو د غزې تړانګې کې وروڼو پر ضد تیری نه وي بند شوی".

په اسرائیل د حماس برید راهیسې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو او اهدافو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه ډیر شوي خو په سمندر کې دا بریدونه د اندیښنې وړ دي.

پنټاګان په یوې اعلامیې کې ویلي، " په سرې بحیرې کې USS Carney جنګي کښتۍ او څو نورو سوداګریزو کښتو باندې د بریدونو په راپورونو خبر یو او نور معلومات به کله چې موجود وي، شریک کړو".

تر دې وړاندې په سوریه او عراق کې په امریکایي ځواکونو د بریدونو ادعا هغو ملیشو کړې وه چې ایران یې تر شا ولاړ دی او امریکایي ځواکونو هم پرې بریدونه کړي.

حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي مخکې یې هم په سرې بحیرې کې یې څو ځله بریدونه کړي او په اسرائیل یې د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

په غزې کې د اسرائیل - حماس د جګړې پیل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو او اهدافو بریدونه ډیر شوي.

په عراق او سوریې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو خبردرای ورکړی چې دا ډول بریدونه به ادامه ولري ځکه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې متحده ایالاتو د اسرائیل سره خپل ملاتړ ښودلی.

پدې ملیشو تور دی چې په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونو کې لاس لري چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې یې زور اخیستی.

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله تر څو د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوو جګپوړو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې چې جو بایډن جمهور رئیس شوی، په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو لږ تر لږه ۱۵۰ ځله بریدونه شوي.

د برتانیې پوځ هم ویلي چې په سرې بحیرې کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید او چاودنه شوې خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG