د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې پرمختگ او مشکلات دواړه شته


رپوټ: افغانستان کې پرمختگ او مشکلات دواړه شته
رپوټ: افغانستان کې پرمختگ او مشکلات دواړه شته

د امرېکا د دفاع د وزارت یو راپور واېې چې دافغانستان په ځېنو مهمو برخو کې دامنېت دټنېگولو په اړه پرمختگ کېږی، خو طالبان داسی کلک دښمنان دي چې اوس هم فوق العاده زیات توان او قدرت لري.

دامرېکا د دفاع د وزارت په دې شپږ مېاشتنی راپور کې چې پرون دسه شنبی په ورځ خپور شو په دې باندی شوی دی چې د امنیت په ساحه کې د پرمختگ بر خلاف د حکومتي ادارو د پیاوړي کولو او اقتصادي پراختیا کارونه دومره زیات پر مخ نه دي تللي.

د امریکا کانگرس هر کال د دفاع د وزارت نه غواړي چې په افغانستان کې دې د پرمختگ په باب باید راپور ورکړي.

دا راپور واېې چې دطالبانو او مخالفانو په ځای ، دافغانستان د حکومت سره دهمکارئ په خاطر د اولس د راضی کولو او قانع کولو په ساحه کی اوس هم لا ډېر نور کار پاتی دی چې باې د سر ته ورسول.

په دې راپور کی طالبانو لپاره دېوه دا سی ډېر کلک دښمن کلمه استعمال شوی ده چې کولی شی د تلفاتو دلېدلو نه وروسته هم کلک مقامت کوی ، خو دا راپور واېې چې دطالبانو دوامداره حملې یوازې په محلي سطحه باندې په ځینو سیمو کې اغېزه لري.

له بلی خوا ناتو واېې چې نن ېې ېو عسکر دافغانستان په جنوب کی دبم په ېوه چاودنه کی ووژل شو.

پرون په افغانستان کی دامرېکاېې قواو اوناتو لوړ رتبه قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېس په پارېس کی ووېل داسی نښې نښانی شته چې دافغانی قواوې به په افغانستان کې دامنېت دساتلو وظېفه د٢٠١۴ ملادی کال تر پای پوری په غاړه واخسېتلی شی.

دسه شنبی په ورځ جمهور رېس حامد کرزي پر ناتو تور ولگوه چې پوره وسلې افغانی قواو ته نه ورکوی.

کرزي خبردارئ ورکړ چې دنورو منابعونه به وسلی او پوځی اکمالات واخلی.

XS
SM
MD
LG