د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون د هوايي دفاع د سیستمونو د تولید د زیاتولو قراردادونه اعلان کړل

د متحدو ایالتونو پوځ د دوشنبې په ورځ (اګست ۳۱) د هوايي دفاع د سیستمونو د تولید د زیاتولو لپاره له دوو سترو شرکتونو سره تازه قراردادونه اعلان کړل.

د جنرل ډاینامیکس او لاکهیډ مارټین سره دا قراردادونه د پنټاګون د هغه قراردادونو د لړۍ برخه ده چې موخه یې د مهمو او پرمختللیو وسلو د کمښت پوره کول دي.

پنټاګون وايي، دغه اووه کلن قراردادونه به د «تاډ» او «پیټریاټ» د توغندیو سیستمونو لپاره د اړینو توکو تولید او اکمال چټک کړي.

د جګړې وزارت د تدارکاتو مرستیال وزیر مایکل ډفي په یوه اعلامیه کې وویل: «جنرل ډاینامیکس او لاکهیډ مارټین دې غوښتنې ته ځواب ویلی دی... موږ اداري خنډونه کم کوو، مهال وېش لنډوو او په چټکۍ سره د خپل کورني تولید ظرفیت پراخوو څو د هوايي دفاع او توغندیو پرمختللي وړتیاوې برابرې کړو.»

لاکهیډ مارټین شرکت وايي، د «تاډ» سیسټم د لنډ واټن، منځني واټن او منځني-اوږد واټن بالستیک توغندیو پر وړاندې د دفاع وړتیا لري، په داسې حال کې چې د پیټریاټ سیسټم د کروز توغندیو او الوتکو د شنډولو لپاره هم کارول کېدای شي.

د جنرال ډاینامیکس د مهماتو او تاکتیکي سیسټمونو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تړون د جګړې وزارت د هغو «هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د مهمو هوايي او توغندیو ضد دفاعي سیسټمونو د تولید ظرفیت په چټکۍ سره لوړول دي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG