د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جګړې وزارت د روباټیک او خودکاره وړتیاوو ځانګړې قومانداني پرانیزي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وايي داسې یوه نوې قومانداني پرانیزي چې مسئولیت به یې د امریکا د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې د روباټیک او خودکاره وړتیاوو پراختیا وي.

د جګړې وزیر پیټ هګسیت د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۳۰) اعلان وکړ چې «د خودکارې جګړې قومانداني» به د پوځ د نورو قوماندانیو په څېر صلاحیتونه ولري او مشري به یې یو سترجنرال کوي.

هګسیت وویل: «د خودکارې جګړې قومانداني به د پوځي خدمت په کچه صلاحیتونه ولري او موخه به یې په ټول پوځ کې د خودکارو روباټیکي وړتیاوو پراخول وي.» هغه زیاته کړه چې دا نوی جوړښت د دې لپاره رامنځته کیږي چې د پوځ د تدارکاتو اوسنی سیستم د جګړې په ډګر کې د ټکنالوژۍ له چټکو بدلونونو سره سمون ولري.

هګسیت د ویرجنیا ایالت په کوانټیکو کې د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو په اډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د ټکنالوژۍ پرمختګ د پوځ د تدارکاتو له اوسني سیستم څخه ډېر چټک روان دی او د نوې قوماندانۍ د جوړولو اصلي موخه یې ددغه واټن کمول وښودل.

د جګړې وزیر وویل چې د خپلواکو سیسټمونو د ارزونې لپاره به له پوځي تمرینونو او د امکان په صورت کې له حقیقي جګړو څخه هم استفاده وشي، څو څرګنده شي چې کومې ټکنالوژۍ باید ژر وکارول شي. هغه وویل چې د جګړې وزارت به د پوځي مسلکي تخصص نوي چوکاټونه هم پلي کړي، څو په نظامي برخه کې د اتومات ټکنالوژیو د کارولو لپاره د روزنې او مسلکي پرمختګ لارې چارې برابرې شي.

هګسېت وویل: «نن ورځ موږ هم کیفیت ته اړتیا لرو او هم کمیت ته.» هغه ټینګار وکړ چې پنټاګون پرمختللو او قیمتي وسلو او همدارنګه د کم لګښت لرونکو خودکار سیسټمونو او په لوی شمېر بې پیلوټه الوتکو ته اړتیا لري.

د جګړې وزیر په اوکراین کې روان وضعیت د دې اړتیا یوه بېلګه وبلله چې د هغه په خبره، په دغسې شرایطو کې اړتیا شته چې پوځي سیسټمونه د جګړې د ډګر له بدلېدونکو شرایطو سره عیار شي. هغه وویل چې متحده ایالتونه باید دا وړتیا ولري چې اتومات سیسټمونه د جګړې د بدلېدونکي ماهیت په کچه په چټکۍ سره جوړ او استفاده کولو ته تیار کړي.

د هګسیت په وینا، د دې هڅو موخه دا ده چې د پوځ مشران له هغو انجنیرانو او شرکتونو سره نږدې کړي چې نوې ټکنالوژۍ جوړوي.

په عین وخت کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تیره میاشت اعلان وکړ چې له خپلو سیمه ایزو شریکانو سره په ګډه د ډرونونو لومړنی څو مليتي کاري ځواک جوړوي.

د «فالکن سټرایک» په نوم دا کاري ځواک به یو طرفه بریدکوونکي ډرونونه په هوا، سمندر او د اوبو لاندې عملیاتو کې وکاروي. دا به لومړی ځل وي چې امریکایي او سیمه ایز پوځي پرسونل په ګډه بې پیلوټه هوایي سیسټمونه پرمخ وړي.

د چهارشنبې په ورځ، سنټکام په دغه قوماندانۍ کې د بحرین هرکلی وروسته له هغه وکړ چې دغه هېواد له سنټکام سره د نړۍ د لومړني څو مليتي بریدکوونکي ډرون قطعې په جوړولو کې د ګډون او همکارۍ ژمنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG