د لاس رسي وړ اتصالات

لویډ آسټن په ناڅاپي سفر عراق ته تللی


عراق ته د دفاع وزیر لیوډ آسټن د سفر په هکله له وړاندې څه نه و ویل شوي.
عراق ته د دفاع وزیر لیوډ آسټن د سفر په هکله له وړاندې څه نه و ویل شوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن نن سه شبنه مارچ ۷ (کب۱۶) پداسې حال کې د عراق پایتخت بغداد ته رسیدلی چې پدې هیواد د امریکا د یرغل شل کلنې کالیزې ته یوازې څو اوونۍ وخت پاتې.

د ښاغلي آسټن د دې سفر په هکله له وړاندې څه نه و ویل شوي.

بغداد ته تر رسیدو وروسته ښاغلي آسټن په ټویټر کې ولیکل، "پداسې حال کې چې مونږ د یو لا ثبات لرونکي، خودمختاره او خوندي عراق په لور مخ په وړاندې ځو، زه دلته د امریکا-عراق په ستراتیژیکې همکارۍ د بیا ټینګار لپاره راغلی یم".

امریکایي چارواکو ویلي چې عراق ته د پنټاګان د مشر د سفر هدف دا دی چې پدې هیواد د یرغل څخه شل کاله وروسته هم متحده ایالات ژمن دي هلته خپل پوځي حضور وساتي.

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې ړنګ کړ.

د متحده ایالاتو یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط عراق ته د دفاع وزیر لیوډ آسټن د سفر په هکله وویل، " هغه څه چې عراقیان به یې ترې واوري، زمونږ د ځواکونو د حضور ساتلو ژمنتیا وي خو دا به یوازې د نظامي وسایلو موضوع نه وي. متحده ایالات په پراخه توګه د عراق د حکومت سره ستراتیژیکې همکارۍ ته لیواله دي".

لیوډ آسټن په عراق کې د امریکایي ځواکونو وروستی جګپوړی نظامي جنرال و.

امریکا په ۲۰۱۴کال کې له هغه وروسته بیا عراق ته عسکر واستول چې داعش د عراق او سوریې ګڼې سیمې ونیولې. د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ بیا له عراق څخه ډېر امریکايي عسکر واېستل.

سره لدې چې په عراق کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته رسیدلی خو لا هم د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې امریکایي سرتیري هلته دیره دي چې عراقي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورکوي او د داعش وسله والې ډلې په خلاف عملیاتو کې همکاري کوي.

امریکايي چارواکي‌ وایي‌ ټوله هڅه دا ده چې د داعش ډله بیا په عراق کې فعاله نشي او عراق بیا د دغې ډلې په ځالې بدل نشي.

XS
SM
MD
LG