د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون د کابل په هوایي ډګر د برید په هکله د نورو سرتیرو سره مرکې کوي


د کابل په هوایي ډګر دې برید کې تر سلو ډیر افغانان او ۱۳ امریکايي سرتیري وژل شوي و.
د کابل په هوایي ډګر دې برید کې تر سلو ډیر افغانان او ۱۳ امریکايي سرتیري وژل شوي و.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال اریک کوریلا جمعه سپټمبر ۱۵ (وږي ۲۴) د لسګونو نورو هغو سرتیرو سره د مرکو امر کړی چې د افغانستان د تخلیې په دوران کې د ځانمرګي برید پر مهال په هوایي ډګر کې موجود و.

د دې مرکو امر داسې مهال کیږي چې داسې انتقادونه ډیر شوي چې وایي کیدای شول ددې برید مخه ونیول شي.

د جنرال کوریلا د امر څخه وړاندې د متحده ایالاتو یو سرتیري چې د برید پر مهال په هوایي ډګر کې ټپي شوی ادعا کړې چې پدې هکله ورسره هیڅ مرکه نده شوې او دا چې هغه ښایي د برید کوونکو مخه نیولې وای.

د مرکو هدف دا دی چې معلومه شي هغه سرتیري چې په لومړنیو تحقیقاتو کې ورسره خبرې نه وې شوي، آیا ددې پیښې په هکله نوي یا بل ډول معلومات لري که نه.

چارواکو دا هم ویلي چې د مرکو پیل د دې برید په هکله چې سلګونه افغانان او لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتیري پکې ووژل شول، د تحقیقاتو بیا پیل کیدل ندي.

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې ادعا کړې وه چې د کابل په هوایي ډګر دا برید هغوي کړی و.

خو ښایي د کانګرس ځیني غړي او په ځانګړي توګه جمهوري غوښتونکي ددې مرکو پيل کیدل د ځان لپاره یو فرصت او ثبوت وبولي ځکه دوي انتقاد کوي چې د جمهور رئیس جو بایډن ادارې د دې برید په هکله پلټنې په سمه توګه ندي کړي.

د ځینو وژل شویو او ټپي شویو امریکایي سرتیرو کورنۍ هم شکایت لري چې د دفاع وزارت یا پنټاکون د دې برید په هکله راڼه معلومات ندي ورکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په پلټنو کې چې د تیرکال نومبر میاشت کې پای ته رسیدلي و داسې نتیجه اخیستل شوې وه چې په تاکتیکي کچه د کابل په هوایي ډګر د دې برید مخه نشوی نیول کیدی.

دا قوماندانۍ پلان لري چې د یو شمیر سرتیرو سره مرکې وکړي چې په برید کې ښه کاري ټپي شوي و او باید د افغانستان څخه په سمدستي توګه ایستل شوي و، یو شمیر نورو سره هم چې په برید کې ندي ټپي شوي خو هلته موجود و، مرکې کیږي.

چارواکو همدرانګه ویلي چې امکان لري ددې سرتیرو سره تر مرکو وروسته لازمه وبلل شي چې د نورو سرتیرو سره هم مرکې وشي.

د مرکزي قوماندانۍ ویاند مایکل لاهورن په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې مرکو سره غواړي یقیني کړي چې د نویو معلوماتو تر لاسه کیدو وروسته "خپل مسؤلیت پر ځای کوو او دا چې پدې هکله مربوطه غږونه په بشپړه توګه اوریدل شوي او په جدي او بشپړه توګه ارزیابي شوي".

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو پخواني غړي خورد ضابط ټایلر ویګاس –انډریوس د مارچ په میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ویلي و چې هغو امریکایي ځواکونو ته چې د تخلیې په بهیر کې یې مرسته کوله د یو تن مشخصات ورکړل شوي و چې د برید کولو پلان یې درلود.

دې سرتیري په غونډې کې ویلي و چې ده پخپله او نورو سرتیرو دوه تنه لیدلي و چې مشکوکې کړنې یې کولې او هماغه شان مشخصات یې درلودل چې دوي ته ویل شوي و.

دې پخواني خوردضابط ویلي چې همدا دوه تنه یې د ټوپک په دوربین کې په نښه کړي هم و خو پدې هکله ورته هیڅ ځواب ورنکړل شو چې آیا د هغوي پر ضد کوم اقدام وکړي که نه.

انډریوس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه مشر ته وویل، " تر نن ورځې پورې هیڅوک مسؤل ونه بلل شول".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ له افغانستان څخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ګډوډۍ ډکو وتلو پر مهال، د داعش د خراسان څانګې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل نړیوال هوايي ډګر شاته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان په چاودیدونکو توکیو ولوزاوه.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل شول. پر دې سربېره د دغه خونړي برید په پایله کې سلګونه کسان ټپیان هم شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG