د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان په افغانستان کې د داعش د مشر وژل کیدو خبر ورکړ


د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې افغان او امریکایي کومانډوګانو برخه درلوده.
د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې افغان او امریکایي کومانډوګانو برخه درلوده.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر عبدالحسیب د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغانستان او امریکا د ځانګړو ځواکونو په جګړې کې وژل شوی وي.

پنټاګان وایي چې د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې د امریکا د خاصو عملیاتو پنځوسو سرتیرو او د افغانستان د خاصو عملیاتو د ځواکونو ۴۰ سرتیرو برخه درلوده او درې ساعته یې د داعش په سمڅو بمبارد وکړ.

پدې چاپې کې د داعش ۳۵ وسله وال وژل شوي و. د دفاع وزارت همدارنګه وایي دوه امریکایي سرتیري چې پدې عملیاتو کې وژل شوي، ښایي چې په "دوستانه" برید کي وژل شوي وي. پنټانګان د دغو سرتیرو د وژل کیدو په هکله تحقیقات کوي.

د پنټاګان ویاند تورن جیف ډیوس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د داعش د مشر د وژلو یا ژوندي نیولو عملیات "خطرناک" ماموریت و ځکه امریکایي ځواکونه پدې پوهیدل چې هغه به د خپل ځان د حفاظت لپاره پوره بندوبست کړی وي او د خپل ځان د ژوندي ساتلو لپاره به تر مرګه جګړه کوي.

د پنټاګان ویاند وایي چې د داعش د مشر د وژلو یا ژندي نیولو عملیات د شپې په لس نیمو بجو هغه وخت پيل شول چې افغان او امریکایي کومانډوګان سیمې ته په هیلوکوپترو کې ورسیدل. ویاند وایي چې دغه سرتیري د داعش په مرکز کې ښکته شول چې ټینګ امنیت یې ساتل کیده.

د افغان او امریکایي سرتیرو د رسیدو سره سم د داعش وسله والو ځوابي ډزې وکړلې او په همدې شیبه کې دوه امریکایي سرتیري ووژل شول.


پدغو عملیاتو کې د افغان او امریکایي ځواکونو سره بې پیلوټه الوتکو، اپاچي هیلوکوپترو، ایف- شپاړلس جنګي جیټ الوتکو او اې سي – ۱۳۰ جنګي الوتکو مرسته کوله.
د دفاع وزارت وایي چې جګړه د شپې تر دریو بجو پورې روانه وه.

XS
SM
MD
LG