د لاس رسي وړ اتصالات

تر متحده ایالاتو وروسته د لاتینې امریکا په هوایي فضا کې هم د چین جاسوسي بالون کشف شوی


د امریکا دفاع وزارت د بالون په هکله نور جزیات ندي ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت د بالون په هکله نور جزیات ندي ورکړي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټګان جمعه فبروري ۳ (سلواغې۱۴) د لاتینې امریکا په هوایي حریم کې د چین د جاسوسۍ بالون کشف کړ.

د وزارت ویاند د هوایي ځواکونو برید جنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې چې مطبوعاتو ته یې استولې ویلي چې د بالون په هکله یې راپورونه تر لاسه کړي چې د لاتینې امریکا د هوایي حریم څخه د تیریدو په حال کې دی.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ د چین د جاسوسۍ یو بل بالون ارزیابي کوو".

سره لدې چې چین ټینګار کوي دا بالون د هوا پیژندنې په هکله د څیړنو لپاره کاروي خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند خبریالانو ته وویل د امریکا په هوایي حریم کې دا بالون جاسوسي کوي او د متحده ایالاتو د هوایي حریم او نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه ده.

د پنټګان ویاند وویل چې د بالون په هکله نور جزیات نشي په ډاګه کولی او زیاته یې کړه چې پدې هکله یې په بیلا بیلو کچو د چین د چارواکو سره خپله ناراضایتي څرګنده کړې.

تر دې وړاندې متحده ایالاتو بیجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سفر د امریکا په فضايي حریم کې د چینایي جاسوسي بالون د تېرېدو له امله وځنډاوه.

ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اونۍ په پای کې د چین پلازمېنې بیجینګ ته سفر کړی وی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې د چین د جاسوسۍ بالون تعقیبوي چې په لوړه ارتفاع د متحده ایالاتو پر سر ځای پر ځای شوی او داسې ښکاري چې حساس اټومي مرکزونه څاري.

د امریکا یو جګپوړي دفاعي چارواکي خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر لویډ آسټن او د امریکا د جګپوړو پوځي چارواکو په غوښتنه ددې بالون په نښه کولو غور وشو، خو وروسته وویل شول چې پر ځمکه د بالون غورځیدل به زیات شمېر خلک له خطر سره مخامخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه بالون د امریکا په شمال لوېدیځ کې د الوتنې په حال کې دی؛ چیرته چې حساسې هوایي اډې او د ځمکې لاندې د سټراټیژیکو توغندیو ډیپوګان شتون لري.

خو بیا هم پنټاګون په دې باور دی چې دا بالون یو جدي استخباراتي ګواښ نه دی، ځکه چې دا د استخباراتو په راټولولو کې لږ اهمیت لري.

د دغه امریکايي چارواکي د معلوماتو له مخې، دغه بالون څو ورځې وړاندې د امریکا هوايي حریم ته داخل شو او امریکايي استخباراتو له دې مخکې دغه بالون څاره.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو سیاستوال او مطبوعات تورن کړي چې د بیجنګ د بې اعتباره کولو لپاره د وضعیت څخه ګټه اخلي.

وزارت ویلي چې چین "تل په جدي توګه په نړیوالو قوانینو عمل کړی او د نورو هیوادونو د خومختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی یې کړی."

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی ده او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې. وزارت همدرانګه ویلي چې دا الوتکه د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې.

XS
SM
MD
LG