د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال په کرونا اخته شوی


د دفاع وزارت چاروکي غواړي معلومه کړي کومو کسانو د وزارت د مرستیال او د لیتوانیا د پلاوي سره کتلي دي.
د دفاع وزارت چاروکي غواړي معلومه کړي کومو کسانو د وزارت د مرستیال او د لیتوانیا د پلاوي سره کتلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان تائید کړې چې د وزارت مرستیال انتوني ټاټا د کویډ نولس په ناروغۍ اخته شوی.

د دفاع وزارت ویلي چې ښاغلي ټاټا او ګڼ شمیر نور کسان وروسته تر هغه د کرونا په ویروس اخته شول چې د د لیتوانیا د دفاع د وزرات د مرستیال رایمونداس کاروبلیس سره یې وکتل. د ښاغلي کاروبلیس د کرونا د معایناتو نتیجه هم مثبته وه.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي ټاټا دوه ځله معاینات وکړل او دواړه یې مثبت و. په اعلامیه کې ویل شوي چې د دفاع وزارت مرستیال انتوني ټاټا به د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز د لارښوونې سره سم د ۱۴ ورځو لپاره پخپل کور کې قرنطین وي.

د پنټاګان چارواکي اوس غواړي معلومه کړي چې د وزارت کومو کسانو د ښاغلي ټاټا او د لتوانیا د هیت سره کتلي دي.

د کرونا ویروس د ټولو نه زیات د امریکا متحد ایالات ځپلي دي. دې ویروس په امریکا کې شاوخوا ۱۱.۷ ملیونه کسان نیولي او د ۲۵۰ زرو نه ډیر یې مړه کړیدي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس دا ویروس د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو کې خپور شوی.

XS
SM
MD
LG