د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین څخه پر خپل دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ


لویډ آسټین، د امریکا د دفاع وزیر
لویډ آسټین، د امریکا د دفاع وزیر

د امریکا د دفاع وزارت وايي، متحده ایالات او متحدین یې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین ملاتړ ته تر پایه په داسې حال کې دوام ورکوي چې د دوی د ارزونې له مخې، په نږدې راتلونکي کې د جګړې د هیڅ کوم لوري دپاره پوځي بریا ممکنه نه ده.

پنټاګون د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د "اوکراین د تماس ګروپ" په نامه د اوکراین د متحدینو د اوومې غونډې کوربه و چې له دغه هیواد سره د خپلو مرستو په همغږۍ بحث وکړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، جنرال مارک میلي وویل: "د دې احتمال چې روسیه د اوکراین د نیولو خپلې سټراټیژیکې موخې ترلاسه کړي، صفر ته نږدې دی. خو دوی اوس د اوکراین د خاورې شل فیصده برخه اشغال کړې ده. په همدې خاطر د اوکراین د پوځي بریا احتمال، داسې چې روسان د کریمیې په ګډون له ټولو اشغال شویو سیمو وباسي په نږدې راتلونکي کې ډیر لوړ نه دی."

جنرال میلي وايي، د سولې لپاره د لنډمهاله سیاسي حل امکان موجود دی. هغه زیاته کړه: "که تاسو غواړئ چې له قوي موقف څخه خبرو ته ورشئ، روسیه اوس د شاتګ په حال کې ده. د روسیې پوځیان سخت تلفات زغمي."

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د اوکراین د جنګ له پیل راهیسې د روسیې پوځ د عسکرو او پوځي تجهیزاتو سخت زیانونه ګاللي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین وویل: "په دې یرغل کې دوی د دقیق هدف ویشتونکي ډیر زیات بمونه او توغندي کارولي دي، او ښايي کلونه وخت ونیسي چې د دغو مهماتو کچه بیرته د جنګ مخکې حالت ته ورسوي."

د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا فکر کوي چې روسان به وکولی شي چې مقاومت ته دوام ورکړي؟ د امریکا د دفاع وزیر وویل: "زه فکر نه کوم چې اوکراینیان به یې مقاومت کولو ته پرېږدي. زه فکر کوم اوکراینیان به په دوی باندې فشار ته دوام ورکړي او د جنګ په ډګر کې به حالت بدلون ومومي."

د امریکا د دفاع وزارت د نورو امریکايي چارواکو، ناټو او پولنډ هغه بیانونه تائید کړل چې د اوکراین پولې ته نږدې د پولنډ په خاوره کې د لګېدلي توغندي په هکله یې ورکړي وو. دوی وايي، دغه توغندی چې دوه کسان یې ووژل، په زیات احتمال د اوکراین د هوايي‌ دفاع توغندی و. خو د اوکراین ولسمشر دغه ادعا نه مني.

ښاغلي آسټین وویل: "دغه چاودنه په ډیر زیات احتمال د اوکراین د هوايي مدافعې د توغندي د لګېدو له امله رامنځته شوېده، خو اوس هم په دې هکله څېړنې کوو."

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د امریکا د پوځ لوی درستیز د چین له خوا په تایوان باندې پوځي احتمالي برید، یوه ډیره خطرناکه لوبه وبلله. هغه وویل: "زه فکر کوم چینایان به د داسې یوه اقدام په کولو سره له لوړ خطر سره مخامخ وي. او زه فکر کوم دا به یوه عاقلانه پریکړه نه وي. دابه یوه سیاسي، جیوپولیټیکه او سټراټيژیکه تېروتنه وي، داسې یوه سټراټيژیکه تېروتنه چې پوتین په اوکراین کې وکړه."

جنرال میلي وویل د امریکا پوځ به د نړۍ په کچه تر ټولو ستر پوځ پاتې وي او تر هغه وخته چې دغه برلاسی ولري نو د چین او امریکا ترمنځ د لویو قدرتونو د جنګ مخه به ونیسي.

XS
SM
MD
LG