د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د یو موټر چپه کېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي


په تخار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او اووه کسان نور ټپیان شوي دي.

دغه ترافیکي پېښه نن چهارشنبه سهار د مارچ ۱۵ (کب ۲۴) د دغه ولایت د چاه آب ولسوالۍ په «انجیر» سیمه کې رامنځته شوې ده.

باختر دولتي خبري آژانس د تخار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح الله انصاري له قوله ویلي چې د دغه پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټپیانو کې د پنځو تنو حالت خراب دی او هغوی د درملنې لپاره د کندز حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

په تخار کې د طالبانو د پولیسو آمر عبدالمبین صافي سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د دغه ترافیکي پیښې ټول قربانیان د سرو زرو کان کیندونکي و.

د هغه په خبره، دغه موټر له لارې څخه اوښتی و چې یاده پېښه رامنځته شوه.

د یو بل خبر له مخې طالب چارواکو ویلي چې په دایکندي ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ترافیکي پېښه تیره ورځ د دغه ولایت په «میرامور» ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. طالبانو د زیاتو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.

په افغانستان کې د موټر چلوونکي بې احتیاطی او د لارو خرابولي د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو عمده لاملونه بلل کیږي چې زیات وخت له خلکو څخه قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG