د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو کس خلک په موټر وهلي او پنځه تنه وژل شوي


په پیښه کې د شلو کسانو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی.
په پیښه کې د شلو کسانو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی.

د امریکا د وسکانسن په ایالت کې یو کس د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د خلکو یوه ډله چې د کرسمس په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه په موټر وهلي دي.

چارواکي وايي په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ژوبل دي.‌

د ښار د پولیسو مشر ډان تامپسن ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات روان دي او مشکوک موټر یې نیولی. پولیس وایي چې په پیښه کې یو شمیر ژوبل شوي کسان پولیسو او ځینو نور بیا د کورنۍ غړيو روغتون ته وړي دي.

د پولیسو مشر د مشکوک شخص په هکله پوښتنو ته ډیر ځوابونه ورنکړل.

پولیسو همدارنګه د خلکو نه غوښتي چې د ښار مرکزي برخو ته دې نه ورځي. دوی دا هم ویلي چې معلومه نده آیا دا پیښه ترهګرۍ سره تړاو لري که نه.

د کرسمس د مراسمو په ویډیو کې چې په مستقیمه توګه خپریده ښودل کیږي چې یو سور رنګی موټر د موانعو څخه تر تېرېدو وروسته په چټکۍ په خلکو ورځي.

په ویډیو کې همدارنګه ښودل کیږي چې یو شمیر ځوانې جینکۍ چې د کرسمس ځانګړې خولۍ یې په سر کړې او ځانګړې جامې یې هم اغوستي، نڅاوې کوي.

پولیسو وروسته تر هغه چې موټر د موانعو نه تیر شو ډزې هم کړي خو معلومه نده چې موټر چلونکي ژوبل شوي که نه.

XS
SM
MD
LG