د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: دا کال به افغانستان کې خونړی وي


پیټریس: دا کال به افغانستان کې خونړی وي
پیټریس: دا کال به افغانستان کې خونړی وي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځونو قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس وايي توقع لري چې په روان میلادي کال کې به تشدد او مرګ ژوبله زیاته شي ځکه چې د ناټو ځواکونو یو شمېر هغه سیمې نیولي دي چې د طالبانو لپاره ډېر زیات اهمیت لري.

جنرال ډېوېډ پېټرېس نن د ناټو د تلوېزون سره په یوه مرکه کی وویل چې د طالبانو زور او قوت کمېږي خو بیا هم په ځینو مهمو سیمو کې هغوی اوس هم لګیا دي بېرته جنګ کوي.

پېټرېس وویل چې ایتلافي ځواکونو په جنګ کې فوق العاده ډېر پرمختګ کړی دی او مخکې ددې نه چې د ایتلاف کوښښونه خپل مقصد حاصل کړي ستونزې او مشکلات به ورته په لاره کې ډیرې راپېدا شي.

پېټرېس ووېل چې ددې مېاشتی په پای کې به دی ناټو ته مشوره ورکړي په کومو ولایتونو کې چې امېنت ښه دی باید کنټرول یې افغانی ځواکونو ته ور وسپاري.

ناټو وايي چې د ٢٠١۴ میلادی پورې به د افغانستان عسکرو او پولېسو ته د امنیت د ساتلو پوره مسوولیت ورحواله کړي.

XS
SM
MD
LG